په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي چې د طالبانو له لوري د بریدونو دوام او تاوتریخوالي ډېروالي د سولې خبرو اترو پیل ځنډولی او باید پای ته یې ورسوي.
د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه خبرې یې په بروکسېل کې د ناټو له سرمنشي ینسسټولټنبرګ، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر او د دغه سازمان له یوشمېر نورو چارواکو سره کړې دي.
نوموړي ویلي چې طالبان باید د سولې خبرو اترو د پیل لپاره تاوتریخوالی پای ته ورسوي. هغه په یاده غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ناټو ملکي استازی داسې مهال له طالبانو د تاوتریخوالي پای ته رسولو غوښتنه کوي چې دې ډلې په وروستۍ میاشتې کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر تر دې مخکې ویلي و چې د روان کال د جوزا میاشتې وروستۍ اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه.