د ناټو قومندان: د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید له امله بښنه غواړم

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جان مک نېکلسون کندوز ته د سفر پرمهال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د وژل شويو کسانو له کورنيو بخښنه و غوښته او زیاته يې کړه، چې دغه پېښه یوه تېروتنه وه او دوی قصدي پر روغتون هوايي بریدونه نه دي کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه يې زړه سخت دردېدلې او په وينا يې دا په رښتیا هم یوه تېروتنه وه.

نوموړي زیاته کړه: " همدا اوس چې ستاسو پر وړاندې درېدلی یم، زړه مې سخت غمګین او دردېدلی، ځکه زموږ د یوې زړه بوږنونکي تېروتنې له امله زیات غېر نظامي وګړي ووژل شول ".

هغه نن سه شنبه (مارچ ۲۲ مه) د افغانستان کندوز ولایت ته د خپلې ښځې، دفاع او کورنيو چارو وزارت د سرپستانو سره يوځای په همدې موخه تللی و.

امريکايي ځواکونو د کندوز له سقوط یوه ورځ وروسته د افغان امنيتي ځواکونو سره یوځای په یاد ولایت کې عملیات پېل کړل، چې په نتیجه کې يې په یاد ولایت کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون يې هم هوايي برید وکړ.

د راپورونو له مخې په دغه برید کې د بې پولو ډاکټرانو په ګډون ۲۲ ملکي وګړي ووژل شول.

هغه مهال امريکايي ځواکونو ویلي و، چې دغه روغتون يې ځکه بمبار کړی، چې وسله والو په کې مرچلې جوړې کړې وې.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل وايي، چې دغه برید په قصدي ډول نه دی شوی، نو ځکه د ناټو عمومي قوماندان د خپلې مېرمنې سره د بخښنې غوښتلو له پاره راغلی.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي وویل، چې کندوز به په راتلونکي کې له غېر مسولو وسله والو څخه پاکه کړي.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جان مک نېکلسون په داسې حال کې د کندوز له خلکو بخښنه غواړي، چې له دې وړاندې ناټو د برید له قربانیانو سره نقدې مرستې هم کړې وې، خو د دغو قربانیانو کورنۍ بیا دا شان مرستې د دوی د قرباني شویو وګړو وینو ته سپکاوی بللی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام