د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د بروکسل غونډې په پای کې به د ياد سازمان غړي هېوادونه د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ موضوع په هم اړه خبرې وکړي.
د بلجیم په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته تېره شپه رسما پیل شوه.
د ناټو سرمنشي واضحه کړه چې ياد سازمان له هغو هېوادونو سره چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سلا ورکونې په برخه کې يې همکاري کړې ده، په بشپړه توګه بحث وکړي.
سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د لومړۍ ورځې د غونډې په پيل کې وويل، سره له دې چې افغان امنيتي ځواکونه له ډېر ستونزو سره مخ دي؛ خو د خوښۍ ځای دا دی چې هغوی د پرمختګ او پياوړي کېدو په حال کې دي.
نوموړي ويلي چې دوی او د ياد سازمان غړي سولې ته د رسېدو په برخه کې د امريکا له هڅو ملاتړ کوي او هيله لري چې د دې هڅو په پایله کې جنګ پای ته ورسېږي.
نوموړي د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ليدو او خبرو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې دواړو لوريو د سولې د خبرو د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
سټولټنبرګ ويلي چې د ناټو د دفاع وزيران د افغانستان د سولې په اړه چې د غوڅ ملاتړ ماموريت څنګه کولای شي چې له دې پروسې په غوره توګه ملاتړ وکړي، خبرې کوي.
په دې تړاو:
سټولټنبرګ: طالبان بايد د تاوتریخوالي کمولو کې اراده او وړتيا وښيي
د افغانستان لپاره د امریکا په نظامي بودیجه کې بېساری کموالی راغلی
د ناټو سرمنشي د يادې ناستې له رسمي پيله يوه ورځ وړاندې او تېره ورځ د دې سازمان د دوه ورځنۍ رسمي غونډې له پيله مخکې ټينګار وکړ چې طالبان په هېڅ ډول نه شي کولای د جګړې په ډګر کې بريالي شي.
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د تاوتريوخوالي کمولو کې ژمن اوسي او په عمل کې دې خپله اراده او وړتيا وښيي.
ینسسټولټنبرګ په کابل کې د دوه ورځې وړاندې برید چې شپږ کسان پهکې ووژل شول او دیارلس نور ټپیان شول، هم وغنده او دا یې د ملکیانو پر وړاندې د طالبانو له لوري ښکاره تاوتریخوالی وباله.
نوموړي زياته کړې: «د همدې بريدونو له کبله موږ دلته يوو او له افغان امنيتي ځواکونو هر اړخيز ملاتړ کوو؛ ځکه چې موږ په دې باور يوو چې سولې د رسېدو يوازينۍ لار د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او د هغوی روزنه ده.»
ینسسټولټنبرګ د ناستې په وروستۍ برخه کې څو ځلې ټينګار وکړ چې دغه سازمان او غړي هېوادونه یې نه غواړي تر عمره په افغانستان کې پاتې شي، بلکې هلته یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره پاتې دي او له افغان ځواکونو نه به خپل ملاتړ ته تر هغې دوام ورکړي چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې.
په دې تړاو:
ناټو: د سولې تر راتلو په افغانستان کې پاتې کېږو
امريکا او طالبان ښايي په ۷ ورځو کې د تاوتريخوالي کمولو هوکړه لاسليک کړي