د ننګرهار پر زندان د وسلهوالو له برید څلور ورځې وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید غندلی او د عاملانو د په نښه کېدو او سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یاد برید چې مسوولیت یې داعش وسلهوالې ډلې ومانه، خونړی او بزدلانه بللی دی.
دغې شورا پرون له ټولو دولتونو غوښتي چې د امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم د ننګرهار پر زندان د برید عاملانو ته د سزا ورکولو په برخه کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.
وسلهوالو د یکشنبې په ماښام د ننګرهار بر زندان برید وکړ. د امنیتي چارواکو په وینا، وسلهوالو لومړی د زندان په دروازه کې موټربم چاودنه وکړه او بیا ور دننه شول.
د ننګرهار امنیتي مسوولانو اعلان کړی چې په یاد برید کې د ملکیانو او نظامیانو په ګډون ۲۹ کسان وژل شوي او څه کم پنځوس نور ټپیان دي.
ملي دفاع وزارت له یاد برید نه شل ساعته وروسته وویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۸ بریدګر د زندانه په دننه کې وژل شوي او زندان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.
داعش وسلهوالې ډلې چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی، د یوه غږیز پیغام په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې ۱۱ جنګیاليو د ننګرهار پر زندان برید کړی و. دې ډلې ویلي، یاد برید د درې افغانانو، ۳ هندیانو، ۴ تاجکانو او یوه پاکستاني له لوري شوی دی.