د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې زياتوالی؛ يوناما راپور خپور کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د طالبانو او افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د روان کال په اپریل مياشت کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

یوناما په یوه تازه راپور کې ويلي چې د روان ميلادي کال اپرېل مياشت کې د طالبانو له لوري ۲۰۸ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې د تېر کال همدې مياشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.

یوناما نن په يوه خپره کړې اعلاميه کې د داعش ډلې له لوري د خونړیو بریدونو پر ترسره کولو هم جدي اندېښنه ښودلې ده.

يوناما ويلي چې افغان ځواکونو هم ۱۷۲ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې چې د تېر کال همدې مياشتې په پرتله ۳۸سلنه او د روان کال د مارچ مياشتې په پرتله ۳۷ سلنه ډېروالی ښيي.

سرچینه وایي، د دې اړتیا ده چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي ځکه د ملکي وګړيو د مرګ‌ژوبلې اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ ده.

د یوناما مشرې دیبرا لاینز ویلي ښکېل لوري دې ژر تر ژره له کرکجنو خبرو او څرګندونو ډډه وکړي او پر ځای یې دې د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره اقدامات وکړي.

 د نوموړې په وینا په افغانستان کې باید د ملکي وګړو مرګ ژوبله ودرول شي او ټول اړخونه دې د سولې او اوربند لار خپله کړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ملکي خلکو او د روغتيايي مرکزونو په ګډون ملکي اهدافو باندې قصدي بریدونه جنګي جنايت دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام