د ملي شورا د ساتونکیو او وکیلانو ترمنځ په نښته کې ۵ کسان ټپیان شوي

دا نښته نن هغه مهال وشوه چې د ملي شورا یوشمېر ساتونکيو تالار ته د ولسي جرګې د غړیو مخه ونیوله.

د ولسي جرګې یو غړی عبدالرووف انعامي سلام‌وطندار ته وویل چې د جرګې نوي ټاکل شوي رییس میررحمان رحماني له وکیلانو تر همغږۍ پرته د ولسي جرګې د دارالانشا ریاست ته ویلي چې نن عمومي غونډه نه کېږي او وکیلانو ته اجازه مه ورکوئ چې تالار ته ننوځي.

د نوموړي په وینا، دې کار وکیلان غوسه کړل او د ملي شورا له ساتونکیو سره ونښتل چې په پایله کې یې ۵ ساتونکي ټپیان شول.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالقادر قلاتوال وايي چې یوشمېر وکیلانو د یوه نوي رییس ټاکلو لپاره د لاسلیکونو راټولولو کمپاین پیل کړی چې په وینا یې، تراوسه د بیا ټاکنو په موخه د میررحمان رحماني د پلویانو په ګډون د ولسي جرګې د نورو غړیو ۱۲۰ لاسلیکونه راټول شوي دي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي بیا وايي چې لومړی یو لنډمهالی رییس ټاکي او وروسته د نوي رییس ټاکلو لپاره د رایو صندوقونه ږدي.

د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ لانجه د شنبې په ورځ له هغه وروسته پیل شوه چې د ولسي جرګې لنډمهالي رییس عطامحمد دهقان‌پور د دې جرګې د رییس لپاره په دویم پړاو ټاکنو کې میررحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په خپلو سره د رییس په توګه اعلان کړ.

د ولسي جرګې پرونۍ غونډه هم په داسې لانجو پیل شوه چې د جرګې غړیو میررحمان رحماني ته اجازه ور نه‌کړه چې د ریاست پر څوکۍ کېني او همدا و چې د جرګې عمومي غونډه جوړه نه شوه.

د ولسي جرګې د روان کړکېچ د هواري په موخه پرون یوه لس کسیزه کمېټه جوړه شوه، خو نن ۱۷ نور کسان هم یادې کمېټې ته ور زیات شول او ټاکل شوې چې جوړه شوې کمېټه د خپلو څېړنو پایلې په عمومي غونډه کې وړاندې کړي او جرګه به یې هم پر بنسټ خپله وروسته پرېکړه اعلان کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې د یادې ستونزې هواري لپاره یوه پنځلس کسیزه کمېټه ټاکل شوې چې تراوسه یې کار دوام لري، خو یوشمېر وکیلان وايي چې یاده کمېټه په رسمیت نه پېژني او پرېکړه به یې هم و نه مني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام