د ملا رسول ډله: پاکستان هره ورځ له افغانستان سره په جګړې بوخت دی

د ملا محمد رسول پر مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډله د هلمند مرکز له لښکرګاه ښاره بهر په تریخ ناور سیمه کې نن (شنبه) یوې غونډې ته وویل، چې پاکستان د افغانستان دوښمن دی او هېڅکله په افغانستان کې امن نه غواړي.

غونډې ته په هلمند کې د دې ډلې یو مشر مولوی عبدالغني وویل، چې دوی به هېڅکله د پاکستان، ایران او انګلستان هېوادونو د ګټو قرباني نه شي.

د طالبانو دې ځایي مشر مولوي عبدالغني وویل، پاکستان هره ورځ د افغانستان پرضد جګړه کوي او د ده پر وینا، که په افغانستان کې هر ډول دولت وي؛ پاکستان یې په کرار نه پریږدي.

ده زیاته کړه، که مشران یې له افغان دولت سره سوله وکړي؛ دوی به یې هرومرو ملاتړ وکړي.

مولوی غني وویل، چې د بهرنیانو تر وتلو به په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.

په غونډه کې د دې ډلې نظامي قوماندان سېلاب وویل، چې پاکستان اوسمهال په ډېورنډ کرښه جګړه کوي، دوی به دې هېواد او د دوی پلو ته اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې ویجاړۍ را منځته کړي.

د ملا عمر د وژل کېدو خبر له اعلان وروسته طالبان پر جلا ډلو وېشل شوي، اوسمهال د یوې ډلې مشري ملا هیبت الله او د بلې یې ملا محمد رسول کوي، چې په خپلو کې له یو بل سره یې درنې جګړې کړي؛ د راپورنو پر بنسټ په دې جګړو کې سلګونه کسان وژل شوي دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام