د مصر هېواد د هوايي چلند وزارت وايي، چې د دغه هېواد یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۵۶ تنه سپرلۍ او ۱۰ د الوتکې کارکوونکي په کې سپاره وو؛ د مدیترانې په سمندرګي کې نسکوره شوې ده.
دغه مسافر وړونکې الوتکه له پاریس نه د مصر پلازمېنې قاهرې ته په لاره وه.
له دې مخکې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې دغه الوتکه د مصر په خاوره کې نادرکه شوې ده.
د راپورنو پر بنسټ نسکوره شوې مسافر وړونکې الوتکه له ځمکې نه ۳۷ زره فوټه لوړه، د دغه هېواد د سهار په وخت ۲،۴۵ دقیقې د مصر هېواد له هوايي حریم نه ۱۶ کیلومتره لرې، د رادار له مخې ورکه شوې ده.
د اینډېپنډينټ خبري اژانش د خبر له مخې د یادې الوتکې د ټوټو د موندلو له پاره پلاوی ته دنده ورکړل شوې ده، چې ډېر ژر به له خلکو سره د نسکورې شوې الوتکې په اړه معلومات شریک کړي.