د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي

په مسکو کې د سولې په اړه دوې ورځنۍ غونډه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو او طالب‌استازیو په ګډون د حکومت په غیاب کې د یو پرېکړه‌لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د مسکو غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې د سولې له‌پاره باید په بشپړ ډول ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په‌دې پرېکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د لوړپوړیو طالب چارواکیو له نومونو پر ویستلو او د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندلو ټینګار شوی‌.

ورته مطالب:

په ځېنو ولایتونو کې مسکو غونډې په غبرګون لاریونونه

د مسکو غونډې په لومړۍ ورځ څه تېر شول؟

د پرېکړ‌ه‌لیک په بله برخه کې راغلي چې ګډونوال «د ټولو افغان‌قومونو په عادلانه ګډون سره د یو قوي مرکزي حکومت په ساتلو» ټینګار کړی‌دی او ژمنه یې کړې‌ چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی هېواد لاسوهنې ته پرې‌نه‌ږدي.

د مسکو دوې ورځنۍ غونډې په پای کې د لیکل شوي پرېکړه‌لیک په یوه بله برخه کې راغلي چې ګډونوال د سولې له هوکړې وروسته د لازمو اصلاحاتو په اجرا، د بنسټیزو نهادونو ساتل او ځواکمنول، دفاعي او نور ملي بنسټونه ـ چې د ټولو افغانانو ملکیت ګنل کېږي ـ په ځواکمنتیا یوځای کار کوي.

ګډونوالو په حساسو شرایطو کې د سولې په تړاو په بین‌الافغاني خبرو اترو ټینګار کړی‌دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي په‌خپل فېسبوک د مسکو غونډې توافق له طالبانو سره د حنیف اتمر ډلې هوکړه‌لیک ګڼلی او لیکلي یي دي چې په‌دې غونډې کې د بندو دروازو تر شا د نورو مواردو په اړه هم توافق شوی‌دی.

حنیف اتمر د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره هغه نوماند دی چې له خپلو دوو نورو مرستیالانو ـ یونیس قانوني او محمدمحقق ـ سره یوځای د مسکو غونډې ته تللی و.

دا غونډه داسې مهال پای ته رسېږي چې ټاکل شوې، په راتلونکی کې طالبان او د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد په یوې راتلونکې غونډې کې ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام