د مخابراتو وزیر: د سیاسي دسیسې له امله مې دنده ځنډول شوې

ولسمشرۍ ماڼۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده په ځینو قراردادونو کې د لاس وهنې او مالي فساد په تور دنده ځنډولې ده.

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي، چې د سیاسي دسیسې له کبله یې دنده ځنډول شوې ده.

وحیدي په یوې خبري غونډه کې وویل، د یوې میاشتې په تېریدو سره لا هم د دندې ځنډېډو حکم نه دی ور رسېدلی او د خپلې دوسیې په اړه يې له څېړونکو بنسټونو سره اړیکه نیولې؛ خو څوک ځواب نه ورکوي.

د وحیدي پر وینا، د قانون پر بنسټ له کرېډت کارتونو د مالیې ټولول د مالیې وزارت او اترا ادارې دندې دي او د مخابراتو وزارت په دې اړه هېڅ قانوني مسوولیت نه لري.

وحیدي زیاته کړه، له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې ګډې خپلواکې کمېټې په مخابراتو وزارت کې د فساد په اړه هېڅ راپورنه دی خپور کړی او هغه څه يې هم، چې خپاره کړي دي؛ د "یو بې سر او پای خبرپاڼې" په حد کې دی.

نوموړي وویل، که په دې هېواد کې قانون واکمني کولی، اوس باید د ده پر ځای د نورو کسانو دندې ځنډول شوي وی، خو نوموړي په دې اړه د خاصو کسانو نومونه وانه خیستل.

وحیدي د څېړونکي پلاوي د موندنو د خپرولو غوښتونکی دی.

خو له بل لوري په ارګ کې یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې وحیدي دندې ځنډېډو لامل د ټیلیفون له کرېډت کارتونو د راټولو شویو عوایدو سیستم په اړه د پلټنې پلاوي سره نه همکاري ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام