د کندوز ولایت امنیتي مسوولینو دوه ۱۵ کلن ماشومان د ماینونو خښولو او د پولیس افسرانو د ترور په تور نیولي دي.
د دغو تورنو ماشومانو له ډلې یو یې وايي، چې طالبانو د هر بریالي برید له پاره ۲۰۰۰ افغانۍ او د ناکامه برید له پاره ۵۰۰ افغانۍ ورکولې.
دغه ماشومان د طالبانو د یو قوماندان په تشویق د دوی لیکو ته ورغلي دي.
دوی وايي، وسله والو طالبانو د نظامي زده کړو له پاره د چهاردرې ولسوالۍ د یتیم په نوم کلي ته بوتلل او یوه میاشت یې په نظامي برخه کې زده کړې ورکړې.
دوی وايي، طالبانو ورته د ماینونو خښولو او د وسلې کارولو تخنیک ورزده کړی دی.
د کندوز ولایت د پولیسو امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي، نیول شوي ماشونومان د کندوز په ښار کې په درېیو ماین چاودونو کې لاس لري، چې څو تنه په کې وژل شوي او ټپي شوي دي.
د امنیه قوماندان په خبره، دغو ماشومانو ته د طالبانو له خوا دنده ورکړل شوې وه، چې د امنیتي ځواکونو افسران او سرتېري ووژني.
جنګل باغ وايي، دوی په کندوز ښار کې د تېرې ورځې (یک شنبه) خښ شوي ماین پېښه کې هم لاس درلود، چې هغه ماین بیا امنیتي ځواکونو شنډ کړ.
د افغانستان په جګړه کې له ماشومانو استفاده کول تازه موضوع نه ده؛ څوځلې د ماشومانو مدافع بنسټونو په جګړه کې د وسله والو مخالفینو په ځانګړي ډول د طالبانو له خوا د دې موضوع په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ طالبان له کلیوالو ماشومانو او د دیني مدرسو له زده کوونکو جلب او جذب کوي؛ د ځانمرګو بریدونو، د ماینونو خښولو او د ترهګریزو کارونو له پاره یې کاروي.