د ماشومانو له‌پاره د ځانګړیو کتابونو بازار تود شوی

په افغانستان کې د نږدې ۴ لسیزو جګړو د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د افغانانو لاسرسی محدود کړی چې ماشومان ترې ډېر زیانمن شوي دي.

افغان ماشومان روغتیايي خدمتونو، خوړو او د زده‌کړو سرچینو ته د لاسرسي له اړخه د نړۍ د ماشومانو په پرتله ډېر محروم دي، خو اوس په کابل کې ځینو خپرندویه مرکزونو پتېیلې چې د ماشومانو ځینې ښوونیزې اړتیاوې پوره کړي.

کابل کې د یوې خپروندویه ټولې مسوول سهراب‌ عمر چې له ۸ کلونو راهیسې د نورو کتابونو ترڅنګ، د ماشومانو له‌پاره هم ځانګړي کتابونه خپروي وايي، د ماشومانو له‌پاره د زده‌کړو سرچینې ډېرې کمې دي او دوی هڅه کوي چې یاده تشه تر یوې کچې ډکه کړي.

د عمر په وینا، د ترکیي ځینو بنسټونو په مرسته یې د ماشومانو له‌پاره څه باندې ۵۰ ټوکه کتابونه خپاره کړي چې د ماشومانو او کورنیو له لوري یې تود هرکلی هم شوی دی.

عمر زیاتوي، اوس یې د ماشومانو له‌پاره ۱۵ ټوکه کتباونه خپاره کړي او ډېر ژر به د ملا نصرالدین د کیسو ټولګه هم خپره کړي.

په همدې حال کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکی او د صنفي اصولو چمتو کوونکی محمدرازق دانشور وايي، د ماشومانو له‌پاره ښوونیزې سرچینې او وسایل ډېر محدود دي او شته سرچینې هم له نورو کاپي شوي چې تر ډېره د افغانستان له فرهنګ سره په ټکر کې دي.

د دانشور په وینا، د یادې تشې ډکولو په موخه خصوصي خپرندویه بنسټونه او دولت کولی شي دغه برخې ته بودیجه ځانګړې او ډېر کار وکړي.

موږ وغوښتل چې په‌دې اړه د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزارتونو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شولو. 

که څه هم د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزارتونو څو ځله ژمنه کړې چې د ماشومانو له‌پاره به کار کوي، خو د کتونکو په اند تر اوسه یادو وزارتونو په‌دې برخه کې د پام وړ عملي کار کړی نه‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام