د لېریو پرتو سیمو زده‌کوونکي څنګه خپل برخلیک بدلوي؟

له ارشیفه

ښوونه او روزنه د ټولنې بنسټ تشکیلوي. له یوې نیمې لسیزې راهیسې حکومت هڅه کړې هېوادوالو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي. له دغو هڅو سره لا هم لېریو پرتو سیمو کې زیاتره زده‌کوونکي د لیک لوست زده‌کړو امکانات نه لري او په ځېنو نورو سیمو کې بیا د ښار په پرتله زښت کم امکانات ورته برابر شوي دي.

۲۲ کلنه بصیره د هرات لېرې پرتې کشک رباط سنګي ولسوالۍ استوګنه ده. دغه زده‌کوونکې مېرمن شکایت کوي چې په لېرې پرتو سیمو کې د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې نه ده. نوموړې وايي، په ولسوالیو کې زیاتره خلک اقتصادي ستونزې لري او زده‌کوونکي دا توان نه لري ښارونو ته ولاړ شي او د کانکور ازموینې چمتووالي درسونه ووايي؛ له امله یې زیاتره له دولسم ټولګي وروسته زده‌‌کړې خوشې کوي.

بصیره وايي، له نېکه‌مرغه د افغانستان مدني ټولنو د بنسټونو شبکې موسېسې له‌خوا په دغې ولسوالۍ کې د زده‌کوونکیو له‌پاره د کانکور ازموینې چمتووالي کورسونه شروع شوي دي او ۶ میاشتې کېږي دا هم په یادو کورسونو کې زده‌کړې کوي.

دغه مېرمن د دې ترڅنګ چې خپله د کانکور چمتووالي درسونه وايي، په کور او مالت کې د کورنۍ غړیو او ګاونډیانو ته هم دغه درسونه ورښيي.

دا یوازې بصیره نه ده، بلکې د هرات په دغې لېرې پرتې او نسبتا ناامنه ولسوالۍ کې ۱۲۰ هلکا او نجونې د کانکور اماده‌ګي وايي او دغه زده‌کړې بیا نورو ته رسوي.

انیسه ګل نوري، د دې کورس بله هغه زده‌کوونکې ده چې د کانکور ازموینې چمتووالي درسونه په زښته لېوالتیا وايي او ترڅنګ یې پښتو او انګلیسي ژبې هم زده‌کړي دي.

دغه پېغله مېرمن په ټولګي کې د استاد درسي مرستیاله هم ده او په کور کلي کې خپلوانو او د کورنۍ غړیو ته د ز‌ده‌کړو حلقه برابره کړې ده.

محمدکاظم د کشک رباط سنګي یو بل استوګن دی چې سږکال له دولسم ټولګي فارغ شوی. دی اوسمهال د کانکور ازموینې له‌پاره د چمتووالي درسونه وايي. هغه په ساینسي مضمونو کې تکړه دی او په دې برخه کې د نورو ملګرو د ستونزو حلولو ترڅنګ په سیمه کې ګاونډیانو او خپلوانو ته زده‌کړې ورکوي.

له ارشیفه

د دغه ښوونیز مرکز دوه استادان انجینیر فېروز او غلام جیلاني وايي، زده‌کوونکي یې د کمپوټر، ساینسي مضمونو او کانکور امادګۍ په درسونو کې ښې وړتیاوې ښودلي او په ټوله معنا یې زده‌کوونکي د کانکور ازموینې ته چمتوو دي.

دغه استادان وايي، زده‌کوونکي یې د دې ترڅنګ چې دلته زده‌کړې کوي بلکې په خپلو سیمو کې هم نورو زده‌کوونکیو ته دا درسونه رسوي.

د افغانستان مدني ټولنې شبکې غړی او د دغو کورسونو څارونکی حمید رضا ظاهر سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، کورنۍ اقتصادي ستونزې لري، نه شي کولی اولادونه د زده‌کړو له‌پاره ښارونو ته ولېږي.

دی وايي، د دې ټولنې له‌خوا برابر شوي دا کورسونه د زده‌کوونکي له‌پاره زښت مهم دي او ښه پایله به ورکړي.

د افغانستان مدني ټولنو د بنسټونو شبکې رییس جواد عمید وايي، په پلان کې لري چې په لېریو پرتو سیمو کې د محرومو زده‌کوونکیو له‌پاره دغه ډول ښوونیز پروګرامونه برابر کړي ترڅو ځوان پاړکی لوړو زده‌کړو ته لاره پیداکړي.

د افغانستان مدني ټولنو د بنسټونو شبکې موسېسه په پلان کې لري چې په راتلونکي کال کې د دې ولسوالۍ د تورغونډۍ سیمې خلکو ته د کانکور ازموینې چمتووالي او نورو اړوندو کورسونو زمینه برابره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام