د بریتانیا په پلازمېنې لندن کې د موټر او د چاکو ګوزارونو په وسیله ۶ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان شويدي.
دا پېښې د هماغه ځای د شپې پر ۱۰ بجو د لندن ښار په زړه «لندن برج» سیمه کې پر پلیو خلکو شوې.
د لندن ښار پولیس وايي، چې بریدګرو د پېښې په ځای کې پر خلکو له موټر د چاکوانو ګوزارونه کول.
عیني شاهدانو ویلي، درېیو بریدګرو له ګوزارونو وروسته د تېښتې هڅه وکړه، چې د پولیسو له لوري ووژل شول او د وژل شویو شمېر ۹ ته ورسېد.
د لندن روغتیايي مسوولان وايي، چې تر دامهاله لهدې بریدونو ۳۰ ټپیان مختلفو روغتونونو ته وړل شويدي.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې "تریزا مۍ" ویلي، چې دا پېښې ترهګریز بریدونه بللي دي او ویلي دي، چې په پېښه کې یو پولیس برسېرن ټپي شوی، نور وژل شوي او ټپي شوي ټول ملکي وګړي دي.
د امریکا متحده ایالتونو او د فرانسې ولسمشر له بریتانیا سره د خواخوږۍ ترڅنګ د هر ډول مرستې ډاډ ورکړیدی.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې د مسوولیت په اړه څه نهدي ویلي.
د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې دا په برتانیا کې درېیم ترهګریز برید دی.