اروپايي ساینس پوهانو دا ربوټ د کوچني په شکل جوړ کړی، چې د لامسې حس تر څنګ احساسات هم لري.
دغه ربوټ ای کلوب (I club) نومېږي، چې نڅا، خندا او غوسه هم کولی شي.
په دغه انسان ډوله ربوټ باندې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د اروپايي ساینس پوهانو له خوا کار روان و.
دغه ربوټ چې هماغسې کوچنی دی؛ د کوچنیانو په شان کړنې او رفتارونه کوي، په څو ژبو پوهېږي او له ماشومانو سره لوبې کوي.
له ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ میلادي کلونو راهیسې د ربوټونو د جوړولو ټکنالوژیکي کارونه پيل شوي دي، چې د ځانګړو کارونو لپاره طرح شوي دي.
ساینس پوهانو وړاندې له دې، په راتلونکې کې د مصنوعي هوش لرونکیو ربوټونو خبر ورکړی و.
تېر کال مشهور بریتانیايي فیزیک پوه استیون هاوکینګ اندېښنه ښودلې وه، چې د مصنوعي هوش لرونکي ربوټ جوړول، ښايي د بشر لپاره ګواښوونکی وي. هغه وویل، د مصنوعي هوش بشپړ پرمختګ کولی شي، چې د انسان ژوند ته د پای ټکی وي.
خو د مایکروسافټ شرکت د تحقیقاتو مرکز مشر په دې نظر و، چې مصنوعي هوش ښايی په راتلونکي کې په بشپړې هوښیارۍ بدل شي؛ خو د انسان ژوند ته چندانې ګواښ نه شي پېښولی.
په وروستیو کلونو کې د ربوټ د مصنوعي هوش لپاره د سپارښتنو د زیاتوالي ترڅنګ، پر مصنوعي هوش باندې سمبال د نوي نسل مجهزوالي غوښتونکي هم دي.