یو شمیر مدني فعالان د میدان وردکو پوځي مرکز پر زده کوونکو له برید وروسته د عمرې حج اداء کولو له پاره سعودي عربستان ته د ولسمشر پر سفر نیوکه کوي.
دغه مدني فعالان وايي، ولسمشر باید د حج پر ځای د وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره خواخوږي کړي وای.
د میدان وردکو ولایت پوځي مرکز لسګونو زده کونکو وژل کیدل، د حکومتي مشرانو چلن له ورته پېښو سره پر حکومت د وطنوالو بې باوري زیاته کړې.
د تل په شان حکومتي مشرانو دا پېښه وغندله او د څرنګوالي څیړلو له پاره يې کمیسیون وټاکه.
ولسمشر غني یوه ورځ وروسته له دې پېښې د عمرې حج له پاره سعودي عربستان ته لاړ.
مدني فعال داود ناجي وايي، په داسې حال کې چې له ۱۴۰ زیاتې کورنۍ د ویر پر ټغر ناستې دي، د ولسمشر حج ته څه اړتیا وه؟
د ناجي پر وینا، د قربانیانو کورنیو یوازې له حکومته د خواخوږي تمه درلوده، خو د ولسمشر په سفر سره له هغه هم ناهیلي شول.
د ناجي پر خبره، د عمرې حج اداء کولو موقع اوس نه وه، بلکې په وینا يې دا د خلکو سترګو ته خاورې پاشل دي.
بل مدني فعال باري سلام بیا وايي، چې د پنجشنبې پیښه د حکومت بې پروايي له امله رامنځته شوې، چې د امنیتي مسوولینو کړنې یې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
د سلام پروینا، د دا ډول ډله ییزې وژنې رامنځته کیدل، په نورو هیوادونو کې امنیتي مسوولین ګوښه کولو ته اړ کوي او ښاریان واټونو ته راکاږي.
سلام زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت باید د دا شان پیښو تر څنګ بې پروا تیر نه شي، ځکه چې یوه ورځ د ولس زغم پای ته رسیږي او هغه وخت به د هیواد مدیریت ستونزمن وي.
نوموړي وویل، هغه کسان چې ددغه جنایت اصلي عاملین دي باید ونیول شي او سزا ورته ورکړل شي، خلکو ته باید داسې پیغام ورکړي چې "ستاسو ژوند او ځان موږ ته ارزښت لري".
په کابل کې د پنجشینې ورځې پیښې له ټولو زیات پر عامو وکړو اغیز کړی اوس هم وطنوال په ټولنیزو شبکو کې د دې پیښې کیسه کوي او یاهم انځورونه يې خپروي او د حکومت پر مشرانو نیوکه کوي.
په همدې حال کې ټولنپوه سید محمد احساني وايي، چې له رامنځته شوې امنیتي پیښې ناهیلي او خپګان زیاتیدل د دولت او ولس ترمنځ د بې باوري دیوال نورهم لوړوي.
د احساني پروینا، د ځانمرګو او چاودنو پیښو رامځته کیدل، وطنوال د ټولنیزې ناقانوني ته ټیلوهي.
د میدان وردکو ولایت پوځي مرکز لسګونه زده کوونکي چې تازه فارغ شوي وو او غوښتل يې چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې د امنیت ټینګښت په موخه وګومارل شي، خو د طالبانو دوې ځانمرګو له خوا يې دا هیله د تل له پاره تر خاورو لاندې شوه.