د فولکلوریکو ادبیاتو ۴۰ کلن څېړونوال ومړ

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړی او د یاد مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د ډيپارټمنټ آمر څېړنوال حضرت محمد ویاړ تېره ورځ سه شنبې د (جون په ۱) سهار شپږ بجې وفات شو او په خپله سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

ارواښاد ویاړ د کلونو کلونو فرهنګي او ټولنیز خدمت له ترسره کولو وروسته د (۶۷) کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د سهار په ۶ بجو په خپل کور کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

خدای بښلی ویاړ په خپل نېږدې ۴۰ کلن فرهنګي ژوند کې افغاني فرهنګ په تېره بیا پښتو ژبې او ادبیاتو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، کله چې په ۱۳۵۷ لمریز کال په اوسنۍ بڼه د افغانستان د علومو اکاډمي جوړه شوه، حضرت محمد ویاړ د دغې اکاډمۍ د علمي غړیتوب ویاړ ترلاسه او د پښتو ژبې او ادبیاتو په انستیتیوت کې يې په علمي څېړنو پیل وکړ.

نوموړی په ۱۳۶۹ کال د آزادو ټاکنو په ترڅ کې د ژبو او ادبیاتو مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانګې د آمر په توګه وټاکل شو او تر اوسه په همدغې دندې بوخت و.

د معلوماتو له مخې نوموړي په خپل فرهنګي ژوند کې ځانګړي آثار او مقالې کښلي، چې علمي، څېړنیز ارزښت لري او د دې ترڅنګ يې شاګردان هم روزلي او په وروستیو کلونو کې يې ځینو هندیانو ته هم د پښتو ژبې د زده کړې تدریس کړی دی.

حضرت محمد ویاړ د محمد وزیر زوی دی، چې په ۱۳۲۷ هـ ش کال يې د خوست په لنډي کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي، لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د غرغښت په لیسه کې سرته رسولي، وروسته د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې شامل او په ۱۳۵۲ کال کې يې د دغه پوهنځي له پښتو څانګې څخه د لیسان دیپلوم ترلاسه او په همدغه کال په پښتو ټولنه کې د پلټونکي په توګه په دنده وګومارل شو، وروسته د کابل مجلې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

څېړنوال حضرت محمد ویاړپه دولتي رتبه کې د مافوق او علمي رتبه کې تر څېړنواله پورې رسېدلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام