د فرخندې دوسیې ته د لاس رسي د محکمې په درېیمه غونډه کې د فرخندې مدافعې وکیلې "کیو مودلي" د محکمې له قاضي د پېښې د کره څېړنې غوښتنه وکړه او و يې ویل، چې د فرخندې قاتلین باید د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.
کي مودلي، د پېښې په ورځ د پولیسو د چلند په باب نیوکه وکړه او وویل، چې پولیسو د خلکو د تیت پرک کولو په برخه کې پاتې راغلي و.
په نننۍ ( اپریل په ۱۴مه ) ناسته کې د ولسمشر د حقوقي استازو سر بېره د ولسي جرګې یو شمېر استازو هم ګډون درلود.
د محکمې قاضي هغه امنیتي ځواکونه، چې د پېښې په ځای کې حاضر و په بې مسولیتۍ تورن کړل او وویل هغه څه چې ورته په کار و نه دي تر سره کړي.
له بل لوري د تورنو کسانو مدافع وکیلانو د محکمې چلند سلیقوي یاد کړل او ټولې ادعاوې یې بې بنسټه و بللې.
په دغه غونډه کې ۱۹ تورنو پولیسو هم د وظيفوي غفلت په تور له خپلو ځانونو دفاع وکړ.
ویل کیږي، چې د فرخندې د وژنې په ورځ د امنیتي ځواکونو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې د مخابرې په سيسټم کې ستونزه رامنځته شوې وه او پولیسو دغه پېښه د دوی د نه همغږۍ لامل یاده کړه.
ډېر لیدونکي په دې باور و، چې امنیتي ځواکونو له ځانه دفاع په لټه کې و او په خبرو کې تر ډېره تناقض لیدل کېده.
دوی د مسولیت نه تېښته کوله او په دې هڅه کې ول، چې د خپل مسولیت پېټی د یو بل پر اوږو واچوي.
د محکمې رییس صفي الله مجددي د غونډې په پای کې وویل، د فرخندې د دوسیې کره څېړل وخت ته اړتیا لري، نو له دې امله یې د چهار شنبې په ورځ بله غونډه پېل کیږي.
د تېرې ورځې په غونډه کې د فرخندې د قتل په دوسیه کې یو افغاني نژاده عرب هم ښکیل وګڼل شو.
دغه افغاني نژاده عرب عبدالوهاب نوميده.
نوموړي هغه مهال وویل، د پېښې په ورځ له سیمې تېریدو په حال کې و، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.