د فراه ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان وايي، د ملي اردو چورلکو د دې ولایت بالابلوک ولسوالۍ په ځینو برخو کې هوايي بریدونه کړي، چې ۱۹ ولسي خلک په کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د ولایتي شورا غړي فرید بختور وویل، امنیتي ځواکونو د تېرې پنج شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو ځپلو په موخه هوايي او توپچي عملیات پیل کړي دي، خو په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان اوښتی دی.
بختور ادعا کوي، چې په روانو عملیاتو کې هېڅ طالب وسله وال ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ولسي خلک زیانمن شوي دي.
دی وايي، د امنیتي ځواکونو کمزورتیا له امله امنیتي ستونزې زیاتې شوي او طالبانو د دې ولایت د ولسوالیو زیاترې برخې ترخپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د فراه یوشمېر مدني فعالان هم د ملي اردو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.
مدني فعال جاوید تابش وایي، په روانو عملیاتو کې ټوله مرګ ژوبله ولسي خلکو ته اوښتې ده او زیاتوي، د ولسي خلکو د تلفاتو شمېرې له هغې زیاتې دي، کوم چې سیمه ییزې ادارې وړاندې کړي دي.
د فراه ولایتي روغتون رییس ډاکټرعبدالحکیم رسولي وایي، چې د بالابلوک ولسوالۍ له جګړې ۴ مړي او ۱۹ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
رسولي وویل، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خو د بالابلوک ولسوال سید احمد بیا د ملي اردو په هوایي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه مني او وایي، د عملیاتو له پیل مخکې یې له سیمې ټولې کورنۍ ویستلې وې.
دی وايي، چې په عملیاتو وژل شوي او ټپیان ټول طالبان دي.
دغه راز د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي، چې د افغان ځواکونو له خوا شویو عملیاتو کې یې د ولسي خلکو د تلفاتو معلومولو په اړه پلټنې پیل کړي دي.
مهري وویل، په بالابلوک ولسوالۍ کې د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ولسي خلکو غوښتل، د دې ولسوالۍ له تودنګ سیمې امنو ځاینو ته ګډه شي، چې د سړي غاړې ماین چاودنې له امله ۸ تنه ولسي خلک ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.