په جوزجان کې د یو خصوصي پوهنتون فارغو شویو نجونو د فراغت د مراسمو په لګښت دغه ولایت ته له فاریابه ۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته د یو وخت ګرمه غذا ورکړه.
دا بېځایه شوې کورنۍ ـ چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي ـ له فاریابه جوزجان ولایت ته کډه شوېدي.
د متانت خصوصي پوهنتون فارغه شوې زدهکړیالې شګوفې مبارز سلام وطندار ته وویل چې د جنګ له امله بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو او لاسنیوي د جلب لهپاره یې د فراغت مراسمو لګښت هغوی ته ځانګړی کړ.
د اغلې مبارز په خبره، دا کار یې د نورو خلکو د هڅونې او مبثتې انګېزې د پیدا کولو لهپاره کړیدی.
د بېځایه شویو کورنیو ځېنې غړي وايي چې له ۵۰ ورځو وروسته له خپلو ماشومانو سره ګرمه غذا خوري.
د دوی په وینا، تر اوسه له څو ځلي سروېګانو پرته یې هېچا د لاسنیوي اقدام نهدی کړی.
له بل لوري هم د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق د زدهکړیالانو دا چاره ستايي او وايي چې دا بشرپاله کار په خلکو باندې مثبت اغېز لري او ممکن نور خلک هم ورته کار ته وهڅوي.
د جوزجان د والي ویاند زیاته کړه چې د فاریاب بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لهپاره هڅې روانې دي.