د فاریاب پښتون‌کوټ ولسوالي د سرحوض سیمه طالبانو ته پرېښودل شوه

د ملي اردو هلي‌کوپټرو له څو میاشتو کلابندۍ وروسته د فاریاب پښتون‌کوټ ولسوالي د سرحوض سیمې ټول اوسېدونکي او په‌دې سیمې کې ټول امنیتي ځواکونه د دغه ولایت امن سیمو ته ولېږدول.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي، له سرحوض سیمې نه را اېستل شوي ځواکونه، د میمنې ښار شاوخوا کې شته پوستو غونډونو ته لېږدول شوي دي.

عیني شاهدان وايي، ملي اردو له یادې سیمې نه د خلکو او امنیتي ځواکونو تر وتلو وروسته د پولیسو یو ټانک او څو موټر ورک کړي دي.

 ویل کېږي طالبانو له سرحوض سیمې نه د امنیتي ځواکونو تر وتلو وروسته یاده سیمه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د فراه ولایت یوه ولسوالي هم طالبانو ته پرېښودل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام