په فاریاب کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې له څلورو خواوو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.
سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د ۴ پوستو له سقوط وروسته د کوهستان ولسوالي مرکز نیولی دی.
د سرچینې په وینا، اوس امنیتي ځواکونو «مقاومتکلا» ته شاتګ کړی دی.
سرچینه زیاتوي، په یاده نښته کې یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د فاریاب محلي او امنیتي مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.