د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سلاموطندار ته وایي چې د فاریاب ولایت د دولتاباد او خواجهسبزپوش د برېښنا عواید د طالبانو خزانې ته ځي.
د دولتاباد ولسوالي عبدالرزاق د دې خبر په تایید سره وايي چې دا دوې ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې دي او طالبان حتا نه پرېږدي چې سپینږيري منځګړيتوب وکړي.
په فاریاب کې د برېښنا شرکت رییس سیدعبدالحمید وايي، طالبانو تر اوسه د برېښنا صرفیه نهده اخېستې؛ خو دا چې برېښنا دولتي ده؛ نو د دې ولسوالۍ اوسېدونکیو ته یې خبرداری ورکړی چې د برېښنا پيسې دوی ته ورکړي.
د فاریاب اکثره هغه ولسوالۍ چې د میمنې ـ مزار پر لویې لارې پرتې دي؛ ناامنه ولسوالۍ ګڼل کېږي. په همدې دلیل له ترکمنستان نه راتېره شوې برېښنا چې پهدې لاره تېره شوې، اکثره وخت قطع کېږي او د میمنې په ګډون ډېرې ولسوالۍ د برېښنا له نهشتوالي سره مخېږي. که څه هم د دولتاباد او خواجهسبزپوش ولسوالۍ برېښنا نهلري؛ خو بیا هم اړ دي د برېښنا لګښت طالبانو ته تحویل کړي.