د غور چهارسده کې د سرتېرو د خوراک او تجهیزاتو کمښت

د غور ولایتي شورا یو غړی سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو څوو اوونیو راهیسې د دې ولایت چهارسده ولسوالي کې امنیتي ځواکونه د پوځي تجهیزاتو او خوراکي توکیو له کمښت سره مخ دي.

د غور ولایتي شورا غړی غلام سخي جاوید وايي، دغه ستونزه وروسته له هغې را پيدا شوه چې طالبانو له دوو میاشتو راهیسې د دې ولسوالۍ نیولو له‌پاره بریدونه پیل کړي‌دي.

د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوي، که دغو ځواکونو ته تجهیزات اوخوراکي توکي او همداراز مرستندویه ځواکونه ونه‌استول شي؛ چهارسده ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط شي.

 دی همداراز وايي، دې ورځو کې اورېدل کېږي چې له بادغیس، سرپل او نورو سیمو څخه ګڼ شمېر طالبان راټول شوي او غواړي په چهارسدې ولسوالۍ برید وکړي.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي په‌دې اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي، له څوو ورځو راهیسې د چهارسدې ولسوالۍ منګ سیمه د طالبانو په محاصره کې ده او د دې کلي خلک د خوراکي توکو له نه‌شتوالي سره مخ دي.

خو د غور امنیه قوماندان شاه‌اغا شتاب وايي، امنیتي ځواکونه دې ولسوالۍ کې یوازې د خوړو له نه‌شتون سره مخ دي او د دې ستونزې د له منځه وړلو له‌پاره خپلو سرتېرو ته پيسې استوي چې د خپلې اړتیا وړ توکي پرې واخلي.

د غور امنیه قوماندان زیاتوي، طالبانو تېره شپه هم په دې ولسوالۍ بریدونه وکړل چې له تلفاتو اوښتو وروسته شا تګ ته اړ شول.

د غور چهارسده ولسوالي د دې ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې دولتي چارواکي په ځانګړي توګه امنیتي ځواکونه ورته تګ ـ راتګ نه‌شي کولی.

له تېرو دریوو کلونو راهیسې دې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته د چورلکو په‌واسطه اکمالات کې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام