د غور ولایت مرغاب ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې

د غور امنیتي مسوولان د طالبانو له لوري د دغه ولایت د مرغاب ولسوالي د نیولو خبر ورکوي.

د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه پر مرغاب ولسوالي برید کړی او نیولې یې ده.

رامش زیاتوي، امنیتي ځواکونو له یادې ولسوالي شاتګ کړی او دولت‌یار ولسوالي ته راغلي دي.

د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو او طالبانو په بېګانۍ نښته کې ۴ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د دواړو لوریو د پرون ورځې په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

د غور د پولیسو ویاند وايي، امنیتي ځواکونه به ډېر ژر یاده ولسوالي له طالبانو بېرته ونیسي.

طالبانو پرون د مرغاب ولسوالي یوازې امنیې قومانداني نیولې وه.

د غور د دولت‌یار ولسوال محمدموسی کلیم پرون ویلي و چې د مرغاب ولسوالي امنیه قوماندان له خپلو سرتېرو سره دولت‌یار ولسوالي ته راغلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام