د غور لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې د دهکده په نوم کتابتون جوړ شو

د غور لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ ځېنو ځوانانو شاوخوا یوه میاشت مخکې په ټولنیزو شبکو کې د دهکده په نوم کتابتون جوړولو په موخه د «د کتاب ورکړه د پوهې ورکړه‌ده» تر سرلیک لاندې شعار ورکړ او د کتابونو د راټولو لړۍ یې پیل کړه.

د کتاب ټولولو کمپاین غړي نجیب‌الله ناصري نن د دهکده کتابتون پرانېستنې مراسمو کې وویل چې په دوه دورې کمپاین کې وتوانېدل چې له ۷ زرو ټوکو زیات کتابونه او له بېلابېلو کسانو او بنسټونو نه ۳۰۰ زره افغانۍ راټولې کړي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه چې ټاکل شوې د هېواد څو لېریو پرتو او جګړه ځپلو ولسوالیو له‌پاره د کتابونو راټولو کمپاین پیل کړي.

د کتاب ټولولو کمپاین بل غړی عزیزالله مهدي وايي چې د لعل ‌وسرجنګل ولسوالۍ مجهز کتابتون ته جدي اړتیا لرله او اوس به یو څه دا اړتیا راپوره شي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د دغه کتابتون په پرانېستنې خوښي ښيي او وايي، د ورته شان کتابتونونو جوړول فرهنګ غني کوی او د مطالعې دود ته وده ورکوي.

د غور په لعل‌و سرجنګل ولسوالۍ کې د کتابتون جوړولو په موخه د کتاب ټولولو کمپاین د تېرکال کب پر ۸ مه نېټه پیل شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام