د غور یو شمېر اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي د فېروزکوه ښار بد امنیتي وضعیت نه اندېښنه څرګندوي.
دوی وايي، تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو بریدونو له کبله د فېروزکوه ښار لوېدیځ او د غور ـ هرات لویه لاره کې د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکوونکيو څو پوستې د دغې ډلې لاس ته سقوط شوې دي.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي سلاموطندار ته وايي، دغو بریدونو کې ۵ امنیتي ځواکونه، ۱۰ ولسي پاڅونوال او ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور امنیتي ځواکونه ورک شوي او یا هم د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د هغه په وینا، طالبانو دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو امکانات او پوځي مهمات هم ځان سره وړي او د هغوی ټانګونه یې له منځه وړي دي.
د غور مدني فعلان هم دغه ولایت کې د طالبانو بریدونو او د امنیتي ځواکونو ولسي پاڅونوالو له مرګژوبلې اندېښنه ښيي او خبرداری ورکوي، که چېرې فېروهکوه ښار کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ونه شي، دغه ښار به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د غور امنیې قومندان محمد امین احمدزی سره له دې چې د امنیتي ځواکونو او د ولسي پاڅونوالو مرګژوبله او د امنیتي پوستو سقوط تاییدوي خو وايي، هغوی د فېروزهکوه ښار لوېدیځو سیمو کې د وسلهوالو ځپلو عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني پر یو شمېر ولایتونو د طالبانو له خونړیو بریدونو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو پر مرکزونو تهاجمي بریدونه پیل کړي.