سره له دې، چې په غزني ولایت کې هر کال په سلګونو نجونې له پوهنتونونو او ښوونځیو نه فارغېږي؛ خو بیا هم د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده.
د دې ولایت ښځینه فعالانې وايي، په ښځو کې د کار ظرفیت او علاقه ډېره ده؛ خو په دولتي ادارو کې د اخلاقي فساد له امله د کار زمینه نه ده برابره، چې په ډاډه زړه له نورو مامورانو سره کار وکړي.
په غزني ولایت کې ښځینه فعالې زین العرب میري سلام وطندار ته وویل، چې داسې ډېرې نجونې پېزني، چې لوړې زده کړې یې لري او له کوره د کار کولو اجازه هم ورکول شوې ده؛ خو په دولتي ادارو کې روان اخلاقي فساد اجازه نه ورکوي، چې د کار جرائت وکړي.
زین العرب زیاتوي، داسې ښځې هم پېژني، چې د یو کار په مقابل کې د خپل مسوول یا مدیر د اخلاقي فساد ته تن نه ورکوي او په همدې اساس له دندې زړه تورې دي.
د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي هم تاییدوي او وايي، هغو کورنیو چې خپلو ښځمنو ته یې د کار کولو اجازه ورکړې؛ د هغوی له دندو سره هم مشکل نه لري؛ خو د اداري فساد تر څنګ اخلاقي فساد هم د دې لامل شوی، چې په دولتي ادارو کې د ښځو برخه راکمه کړي.
مېرمن رحیمي وايي، ښځې له چارواکیو او قدرت لرونیکو کسانو سره د مالي استقلال او سیاسي اړیکو د نه شتوالي له امله نه شي کولی، چې په دولتي ادارو کې ریاست، مدیریت، امریت او نورو ښو پوستونو ته لاره پیدا کړي، خو داسې پوستونو ته لاره پیدا کوي، چې یا خپل تن ذلیل کړي او یا استعفا وکړي.
خو په ورته وخت کې د غزني ولایت د ښځو چارو رییسه شکریه ولي په دغه ولایت کې ټولنیز او فرهنګي مشکلات په دولتي ادارو کې د ښځو د کم رنګۍ اصلي لامل ګڼي.
مېرمن ولي وايی، د ښځو چارو ریاست په اداري اصلاحاتو کې له ښځو نه د ازموینو د اخیستلو د پلاوي غړی دی او هغو ښځو ته ځانګړی امتیاز ورکوي، چې په دولتی ادارو کې کار کوي؛ خو کورنۍ او ښځې علاقه نه لري، چې په دولتي ادارو کې له نارینه و سره یوځای کار وکړي.
مېرمن ولې زیاته کړه، نجونې لېوالتیا لري، چې په داسې ادارو کې کار وکړي، چې مدیرانې یې مېرمنې وي.
د غزني ولایت د ښځو چارو رییسه شکریه ولي وايي، تر اوسه یې په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو د ځورونې په اړه هېڅ کومې ښځینه مامورې دوی ته رسمي شکایت نه دی کړی، نو له همدې امله یې نه شي تاییدولی.
د ښځو حقونو د برخې ځېنې فعالان بیا وايي، چې د غزني ولایت په دولتي ادارو کې له اخلاقي ستونزو پرته اداري فساد، ناامني او دودونه د دې لامل شوي دي، چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه راکمه کړي.