مالستان د غزني هغه ولسوالۍ ده چې لږ پراختیا يې کړې او ستونزمنې لارې لري. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تل د روغتون او ډاکترانو له نهشتوالي سره مخ وو؛ دا دی اوس يې د دې ستونزې حل په برخه کې اقدام وکړ.
د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت سلاموطندار ته وویل، د دې ولسوالۍ هغو اوسېدونکیو چې په هېواد کې دننه او بهر کار کولو پیسې راټولې او یو معیاري روغتون يې جوړ کړی دی.
د غزني ولایتي شورا مشره لطیفه اکبري وايي چې د دغه روغتون د طبي او اړتیا وړ نورو وسایلو اخیستو لهپاره يې ۴ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او ټاکل شوې د مالستان سوداګرو او اوسېدونکیو په مالي مرسته دغه روغتون کې متخصص او با تجربه ډاکتران هم وګومارل شي.
د مېرمن اکبري په وینا، د مالستان اوسېدونکیو ډېر صبر وکړ چې حکومت يې روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وکړي خو بالاخره د خلکو هیله له حکومته پرې او خپله لاس په کار شول.
د مالستان اوسېدونکي هم د دغه روغتون جوړولو هرکلی کوي او وايي چې هیله من دي د دغه ۴۰ بستریز روغتون فعالیت پیلیدو سره يې روغتیايي ستونزې هوارې شي.
د حاجي دانش او کبرا صمیم په نومونو د مالستان دوو اوسېدونکیو سلاموطندار ته وویل، خلکو روغتون ته زښته اړتیا لرله او د خلکو په دې نوښت سره به ستونزې راکمې شي.
روغتون جوړول د غزني په کچه لومړۍ ولسي اقدام دی چې د روغتیايي ستونزو هوارولو لهپاره وشو، د مالستان سیمهییز مسوولین له سوداګرو او نورو هېوادوالو غواړي د مالستان اوسېدونکیو له اقدامه په الهام اخیستو سره د خپلو سیمو ستونزو هوارولو په برخه کې لاس په کار شي.