د طالب مشرانو خپلمنځي اختلافاتو سره سره به د سولې پروسه بريالۍ وي

د سولې عالي شورا ویاند او د ولسي جرګې غړی مولوي شهزاده شاهد نن سلام وطندار ته وویل، چې ښایي د طالبانو مشرانو تر منځ د یو لړ مخالفتونو له امله د سولې خبرې تر نامالومې مودې پورې وځنډیږي.

خو نوموړي زیاته کړه، چې دا خبرې له ناکامۍ سره نه مخ کیږي او افغانستان تمه لري چې د طالب مشرانو لیوالتیا له امله به د سولې خبرې بېرته پېل شي.

دغه راز، شاوخوا دوه کاله وړاندې د همغه وخت د ملي امنیت مشر د ولسي جرګې په سري ناسته کې ويلي وو، چې د طالبانو مشر ملا عمر مړی شوی دی، خو د ځینو سیاسي کتنو له مخې دغه خبر رسنیو ته را ونووت.

شاهد وویل،  طالبان د مشري له پاره د ملا اخترمحمد منصور او ملابرادر پرسر اختلاف لري، خو که له دغو کسانو هر یو د طالبانو مشري پرغاړه واخلي، د سولې خبرو ته لیوالتیا لري.

د سولې عالي شورا ویاند زیاتوي، چې ملا اختر محمد منصور د سولې خبرو لومړي پړاو له جزیاتو خبر دی.

په همدې حال کې تېره ورځ د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي دانيل فلډ من تېره ورځ يوې خبري ناستې ته وویل، چې د ملاعمر مړينه طالبانو ته دا فرصت برابروي، څو د سولې له پروسې سره يوځای شي.

له بل لوري د طالبانو د رژیم پر مهال مهم چارواکی او د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا وايي، چې د مشر پر سر د طالبانو اختلافات به زیات دوام ونه مومي او د دوی دغه چاره به هيڅ ډول د سولې پر خبرو اترو منفي اغیز ونه کړي.

د ملاعمر زوی ملایعقوب اسوشېتد پرس خبري اژانس ته ويلي، چې ده ته د طالبانو نوی امير ملااختر منصور د منلو وړ نه دی او د ټاکلو پر مهال يې هم د کوټې شور ا زیات غړي له ده سره مخالفت درلود.

هغه ويلي، چې ملااختر منصور يواځې په خوفیه ناسته کې خپل پلويان راټول کړي وو.

اخوا د مشرانو جرګې غړی موسی هوتک هم وايي، چې د طالبانو دغه اختلافات به د سولې پر خبرو اترو هيڅ راز اغیز ونه کړي.

له دې وړاندې اسلام اباد اعلان کړی وو، چې د سولې خبرې اترې دویم پړاو به په اسلام اباد کې د جولای په ۳۱ مه ترسره شي، خو کله چې د ملاعمر د مړينې خبر خپور شو، نو د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د ملاعمر د مړينې له امله دغه خبرې اترې د نامعلومې نېټې پورې ځنډيدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام