د طالبانو په مشرتابه کې بدلونونه؛ د ملاعمر زوی د نظامي کمېسیون مشر شو

راپورونه د طالبانو په مشرتابه کې د ځینو بدلونونو په اړه خبر ورکوي. د دې ډلې مشر مل هبت‌الله اخندزاده تازه د ملاامیرخان متقي په ګډون د قطر دفتر اته غړي ګوښه کړي او څلور نور یې ور شامل کړي دي. نوموړي په نظامي برخه کې هم د ملامحمدعمر زوی ملایعقوب د ملاابراهیم صدر پر ځای د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس ټاکلی دی.

که څه هم د طالب ډلې په منځ کې دا ډول بدلونونه معمولي خبره ده، خو د بین‌الافغاني خبرواترو په درشل کې د قطر دفتر د غړیو لرې کول او دغه راز د نظامي کمېسیون د مشر په توګه د ملاعمر د زوی ټاکلو د طالب ډلې د غړیو او خلکو په منځ کې ابهامونه پیدا کړي دي.

یوشمېر نظامي شنونکي وايي، په داسې حال کې چې بین‌الافغاني خبرې اترې په پیلېدو دي، دا ډول بدلونونه به د افغانستان لپاره ښه پیغام ونه لري.

د نظامي او استخباراتي چارو کارپوه محمد حیدري او د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزامحمد یارمند وايي، د پاکستان استخبارات غواړي د سولې خبرواترو په درشل کې خپل نفوذي کسان د دې ډلې په مشرتابه کې وګوماري، څو ښه یې مدیریت کړای شي.

د دوی په وینا، د طالب ډلې په نظامي برخه او مرکچي پلاوي کې دغه بدلون رابدلون د هبت‌الله له خوا نه، بلکې د پاکستان له لوري کېږي، څو غوره شوي کسان بین‌الافغاني خبرې اترې د پاکستان په ګټه راوڅرخوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ډېرو اړیکو سره سره بریالي نه شوو.

د ویلو ده چې په طالب ډله کې د نظامي او سیاسي چارواکو بدلول او له دندو ګوښه کول له دې وړاندې هم شوي دي.

د طالبانو مشر او بنسټ اېښودونکي هم د خپل حکومت په دوره کې ملا دادالله اخوند له اصولو نه د سرغړونې او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د وهلو ټکولو په جرم له دندې لرې او سلګونه نور کسان یې هم بې‌وسلې کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام