د طالبانو له لوري د اوربند اعلانولو لومړیو ساعتونو کې ولسمشر محمداشرف غني په ارګ کې د اختر لمونځ له ادا کولو وروسته له طالبانو وغوښتل چې د جګړې، تاوتریخوالي او هېواد کې د وینې تویېدو مخنیوي لهپاره اعلان کړي اوربند ته دوام ورکړي.
هغه وویل، د اختر لومړۍ شپې له دولسو بجو وروسته د اختر تر درېیمې وروځې د دواړو له لوري اوربند عملي دی.
ښاغلی غنی همدارنګه وايي، د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې هېواد کې د وینې تویېدو مخنیوی وکړي او د سولې تامینېدو لامل شي.
ولسمشر زیاتوي، افغان حکومت د یوه جامع پروګرام پر بنسټ، روان کال کې د سولې تامینولو لهپاره ګامونه اوچت کړيدي.
افغان ولسمشر را روانو ټاکنو ته په اشارې وايي، افغانان پرته له ټاکنو د خپل برخلیک لهپاره بله لار نهلري او دا چې راتلونکیو ټاکنو ته څه باندې شپږ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې؛ هیلهمن دی.
ښاغلي غني د افغانستان له اوربنده د نړۍوالې ټولنې، امریکا متحده ایالتونو، برتانیې، د اسلامي هېوادونو کنفرانس، د شانګهای همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې له ملاتړه مننه وکړه.
افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې پورې طالبانو سره اوربند اعلان کړی؛ خو دې ډلې بیا یوازې د اختر په درېیو ورځو کې د افغان حکومت اوربند ته مثبت ځواب ورکړی.
دا د روانې اولس کلنې جګړې په تاریخ کې لومړی اوربند دی چې د دولت او مخالفینو له لوري اعلان شوی او افغان حکومت هیله څرګندوي، دغه لنډمهاله اوربند هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي.