د طالبانو سیاسي پلاوي د سولې سلا مشورې په پاره له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

د بلوچستان په کوټه ښار کې د سلام وطندار ازاد خبریال رزاق برق وايي، د ده، د معلوماتو له مخې د تېرې چهارشنبې په ورځ په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي دفتر څخه یو درې کسیز پلاوی پاکستان ته ورغلی او د دې هېواد له چارواکو سره یې د سولې خبرو اترو په اړه سلا مشورې کړي.

رزاق برق وویل، پاکستان ته د وسله والو طالبانو په ورغلي پلاوي کې ملا شهاب الدین د لاور، ملا جان محمد مدني او ملا عبدالسلام شامل دي.

برق وايي، طالبان غواړي له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو  د پیلیدو په اړه له پاکستاني چارواکو سره سلا مشورې وکړي.

نوموړی وايي، ویل کېږي، چې د قطر دفتر پلاوی له پاکستاني چارواکو سره له لیدو وروسته بېرته قطر ته ورستانه شوي دي، خو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه پاکستاني چارواکو او طالبانو څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي بیا پاکستان ته د طالبانو د پلاوی ورتګ له بېلابېلو خواوو شني.

د چارو کتونکی محب الله شریف وایي، دا استخباراتي مسله ده او داسې ښکاري، چې دواړو خواوو سره لیدلي او هوکړې ته نږدې شوي.

دی زیاتوي، دا لیدنې ښايي د سریزې په توګه شوې وي.

د چارو بل څېړونکی وحید مژده هم تاییدوي، چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پاکستان ته تللی.

مژده وايي، د دې سفر موخه له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه دی، ښايي، چې له پاکستاني چارواکو سره د طالب بندیانو په رابطه خبرې شوې وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تردې وړاندې یوې امریکایې ورځ پاڼې ګارډیین ریپوټ خپور کړی و، چې ګواکې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس په قطر کې له طالبانو سره دوه ځلې خبرې کړې دي.

اوس هم پاکستان ته د طالبو د دغه سیاسي پلاوی د ورتګ خبر همدې امریکايي ورځپاڼې خپور کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام