راپورونه وايي، چې د طالبانو نوی مشر ملااختر منصور قطر ته خپل استازی لېږلی، څو هلته د طالبانو د سياسي نمایندګۍ استازو سره و ګوري.
رسنيو ته لاس ته راغلي معلومات ښي، چې ملااختر منصور سره زیات مخالفتونه موجود دي او د طالبانو رهبري غواړي له ملا منصوره جلا شي.
رويټرز خبري اژانس ته يوې نږدې سرچينې ویلي، چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور دغه استازی ملا جلیل نومیږي.
ملا جلیل د طالبانو له مهمو کسانو څخه یو دی، چې د دغې ډلې د رهبرۍ له مشرتابه او لوړپوړو سره نږدې اړیکې لري.
طالبان په قطر کې سیاسي استازولي لري او په غیر رسمي ډول له ډیپلوماتانو سره لیده کاته هم کوي.
داسې انګېرنې موجودې دي، چې ملامنصور د پاکستان څارګرې ادارې له مهمو کسانو څخه دی او ښې اړیکې هم ور سره لري.
ملا منصور د دې له پاره خپل استازی قطر ته لیږلی دی، چې په قطر کې د طالبانو له مهمو مشرانو طیب اغا او ملا حسن رحمانی سره خبرې وکړي او دوی ته قناعت ورکړي، چې د ملاعمر د زوی او ورور پرځای دې له ملا منصور نه خپل بیعیت او ملاتړ اعلان کړي.
له بل لوري د طالباني چارو کارپوه وحید مژده بیا د رویټرز خبري اژانس دغه راپور په کلکه ردوي او وايي، چې د ملامنصور درې مخالفين په قطر کې وو او هغه درې واړه اوس له خپلو دندو لاس په سر شوي.
ده طیب اغا، ملانېک محمد او عزیز الرحمان د دغو مخالفانو ځينې وباله، چې اوسمهال په قطر کې رسمي دندې نه لري.
د طالباني چارو کارپوه په وينا، اوسمهال د قطر دفتر د طالبانو نوي مشر اختر منصور له پاره هيڅ ګواښ نه شي کېدی.
وحيد مژه ادعاکوي، چې د ملاعمر ورور ملا عبدالمنان نيازي رسنيو ته ویلي، چې ملاجلیل د دوی نفر دی او په هيڅ وجه د ملامنصور طرفداري نه شي کولی.
د ملا منصور مخالف لوري څخه یو کس ویلي، چې د طالبانو اوسني مشر خپل مخالفانو ته په امارت کې لوی مسولیتونه پېشنهاد کړي دي او همدا ډول یې ورته " د زیاتو ېیسو وړاندیزونه هم کړي دي" تر څو له دې لارې وکولی شي، چې د طالبانو بیعت تر لاسه کړي.
دغه کس، چې نوم يې نه دی ذکر شوی زیاته کړې، چې دغو کسانو بیا د ملا اختر منصور له لوري ټول وړاندیزونه رد کړي دي.
د رويټرز خبري اژانس په حواله، کله چې مخالفو طالبانو دغه وړاندیزونه رد کړل، نود ملا منصور له لوري ورته ګواښونکي پېغامونه واستول شول، خو د ګواښونو سره سره بیا هم دوی له خپل مخالفت څخه لاس په سر شوي نه دي.
دغه پلاوی په داسې حال کې قطر ته لیږل کیږي، چې د طالبانو پخواني مشر ملاعمر د مړینې خبر له تائید وروسته د دې ډلې د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور د ټاکنې پر سر د طالب مشرانو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو اختلافاتو په ترڅ کې سید طیب اغا، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و؛ خپله دنده پرېښوده.
کله چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو ته څو ورځې پاتې شوې، نو د طالبانو او پاکستان حکومت له لوري داسې وویل شول، چې ملاعمر دوه کاله وړاندې مړ شوی او په دې سره طالبانو د خبرو اترو دویم پړاو تر يوې نامعلومې نېټې پورې وځنډول.
دوی د پخوا په پرتله پر کابل او د افغانستان په نورو سيمو کې خپل ډله ییز او بمي بريدونو ته زور ورکړ.
ملااختر منصور خپلو جنګياليو ته د سولې خبرو اترو پر ځای د افغان حکومت سره د جګړې او مقاومت امر ورکړ.
له هغه وروسته د افغان حکومت او پاکستاني چارواکو سره اړيکې په بې سارې ډول خراب شوې او ولسمشرمحمد اشرف غني د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی به ډېر ژر د پاکستان پر وړاندې نوې تګ لاره اعلان کړي.