د صربستان هېواد په یو رسټورانټ کې برید ۵ کسان ووژل

د صربستان په شمال کې یو ۳۸ کلن سړي په یو رسټورانټ کې برید کړی، چې په نتیجه کې یې ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د دې هېواد د پولیسو له خوا په خپرې شوژ خبرپاڼه کې کاږل شوي، چې بریدګر لومړی خپله مېرمن او یوه بله ښځه ووژله او بیا یې په رسټورانټ کې په خلکو ډزې پيل کړې.

پېښه د زرینجانین په ښارک کې، له پلازمېنې ۵۰ کیلومتره لرې را منځته شوې ده.

شاهدانو ویلي، چې بریدګر خپله مېرمن له څو نارینه وو سره په رسټورانټ کې د یو میز په شاوخوا کې ولیده، چې سم دستي له صحنې ورک شو او بېرته له وسلې سره را دننه شو.

د صربستان د کورنیو چارو وزیر نیبوجسا ستیفن اویک وايي، برید هغه وخت مهار شو، چې په رسټورانټ کې موجودو خلکو بریدګر ونیولو او وسله یې ترې واخیستله.

مسوولین وايي، تر اوسه د برید انګېزه معلومه نه ده، خو ښايي کورني مسایل وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام