د “صحرا” ۲۰ اوریزه کرکټ ټورنامنټ مهال‌وېش اعلان شو

د سکاټلینډ کرکټ بورډ، د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د عربي اماراتو کرکټ بورډ د "صحرا" تر سرلیک لاندې ۲۰ اوریزه کرکټ ټورنامنټ له پاره مهال وېش اعلان کړ.

ټاکل شوې، دغه ټورنامنټ د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴ مه نېټه د عربي اماراتو په "ابوظبي" کرکټ نړیوال لوبغالي کې په ۲ سیالیو پیل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، افغان کرکټ ملي لوبډله به د ټورنامنټ په لومړۍ لیګ سیالۍ کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف ولوبیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د افغانستان په وخت د شپې په ۷ نیمو بجو پیل شي.

د یادونې ده، افغانستان له ایرلینډ سره ۵ لوبې کړي، چې دوه هغه یې ګټلي او درې یې بایللي دي.

په دې سیالیو کې به افغانستان د لومړي ځل له پاره له نمیبیا سره مخامخ کېږي.

د سیالیو په لومړۍ ورځ به دوه لوبې وشي، چی د افغانستان او ایرلینډ له لوبې مخکې به د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې سکاټلینډ له هانګ کانګ سره سیالي وکړي.

د ورکړل شوي مهال وېش له مخی، ګډون کوونکې ۸ لوبډلې په ۲ ګروپونو وېشل شوي، چې په لومړي ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او کوربه عربي امارات او په دویم ګروپ کې هالینډ، سکاټلینډ، نیپال او هانګ کانګ لوبډلې ځای لري.

افغانستان به د عربي اماراتو خلاف سیالۍ د جنورۍ په ۱۶ نېټه د شپې ۷ نیمې بجې او وروستۍ لیګ لوبه د جنورۍ په ۱۹ مه نېټه ماسپښین ۲ نیمې بجې له نمیبیا کرکټ لوبډلې سره په "دوبۍ" کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي.

د  مهال وېش له مخی د دغه ټورنامنټ دواړه نیمه پای لوبې او د اتلولۍ ګټلو له پاره پای لوبه د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه په "دوبۍ" کرکټ نړیوال لوبغالي کې لوبغالي کې ترسره شي.

د صحرا ترنامه لاندې د شل اوریزه لوبو ټورنامنټ هدف دغو لوبډلو ته د زیاتو لوبو برابرول او هم په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې تګ دی.

اوسمهال افغانستان د ۲۰ اوریزه لوبو په درجه بندۍ کې نهم، هالینډ یوولسم، سکاټلینډ دریالسم، عربي امارات څوارلسم، هانګ کانګ پنځلسم، عمان شپاړسم، ایرلینډ اووه لسم، خو نمیبیا تر اوسه په درجه بندۍ کی شالمه نه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام