طالبانو د سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.اېچ،او) له لوري د واکسین تطبیق ودراوه.
دا ډله په یوه خبرپاڼه کې د یادو بنسټونو د فعالیت درولو لامل د «ځینو شکمنو حرکتونو» لیدل یادوي.
پهدې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې «ځینې مرستندویه بنسټونه خپل اړوند کارونه په مناسبه توګه نه برابروي، له دې ډلې، د سره صلیب نړیواله اداره پر خپلو هغو ژمنو عمل نه کوي چې د اسلامي امارت له مسوولانو سره یې کړې وې او همدارنګه د «ډبلیو.اېچ.او» له لوري د واکسین د کمپاین پر مهال، د امنیتي ملحوظاتو تر څنګ، ځینې نور شکمن حرکتونه هم لیدل شوي دي.»
طالبانو ګواښ کړی چې تر بلې خبرتیا د یادو بنسټونو فعالیت درول شوی او د امنیت مسوولیت یې هم د طالبانو په ډله پورې اړه نهلري.
د طالبانو نظامي کمېسیون دا خبرپاڼه خپره کړې ده.
تر اوسه سره صلیب او د ډبلیو.اېچ.او ادارې پهدې اړه څه نهدي ویلي.
اړوند مطالب: