د شبرغان په منګوتي سیمه کې د یوې ۲۰ کلنې پېغلې جسد پيدا شوی

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې تېره ورځ د دې ولایت د مرکز شبرغان په منګوتي سیمه کې د یوې ۲۰ کلنې پېغلې جسد پيدا شوی، چې شاوخوا ۸ ورځې مخکې نادرکه شوې‌وه.

د جوزجان ولایت د مقام ویاند محمدرضا غفوري رسنیو ته وویل، چې دا جلۍ نسیمه نومېږي او د «نواباد عربیه» کلي اوسېدونکي ده، چې څو ورځې مخکې د نامعلوم دلیل پر بنسټ نادرکه شوې او بیا وژل شوې‌ده.

د ده په خبره، د یادې جلۍ جسد ملکي روغتون ته لېږدول شوی‌دی.

د غفوري پر وینا، نسیمه کوژدن شوې وه او تر اوسه نه‌ده معلومه، چې د چا له‌خوا په مرموز ډول وژل شوې‌ده؛ ځکه چې جسد یې په بشپړ ډول شړېدلی دی.

هغه په ټینګار سره وویل، چې د پېښې په اړه دقیقې څېړنې روانې دي او هڅه کېږي، چې دا موضوع د پرمختللي عدلي طب په‌واسطه وپلټي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام