د سږکال حج په مراسمو کې له ۷۰ زیات حاجیان وژل شوي دي

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې سږکال د حج په مراسمو کې ۳۴ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.

د یاد وزارت مرستيال داعي الحق عابد نن پنجشنبه (اکټوبر۸ مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د ۳۴ وژل شويو کسانو له ډلې ۱۰ تنه د جرثقیل (کرن) د سقوط له امله وژل شوي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال زياتوي، چې د "منا" په پېښه کې يواځې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور يې تر اوسه هم لادرکه دي.

داعي الحق دا هم وویل، سږکال د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۴ زره تنه د حج مراسمو د ادا کولو په موخه لېږل شوي وو، چې د دغو له ډلې تر اوسه شاوخوا ۸ زره تنه يې افغانستان ته بېرته راوړل شوي دي.

په سږني حج مراسمو کې د دوو جلا پېښو له امله په مسجدالحرام او منا کې ۸۷۶ تنه حاجيان ووژل شول او ۱۰۹۳ تنه نور يې ټپيان شول.

لومړۍ پېښه په مسجد الحرام کې د جرثقیل د غورځېدو له امله رامنځ ته شوه او د عربستان د چارواکو په وينا دويمه پېښه يې بیا د زيات بیروبار او ګډوډيو له امله د حج مراسمو په يوه لاره کې را منځ ته شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام