ټاکل شوې ده اتصالات سپین غر لیګ شل اوریزه کرکټ سیالۍ سبا د ختیځ زون کرکټ کلپونو ترمنځ په ننګرهار ولایت کې پیل شي.
د سپین غر زون کرکټ مسول بختیارساحل سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو څخه جوړ د خېبر پښتونخوا د یو کرکټ کلب پر ګډون د سپین غر زون ۱۲ کرکټ کلپونه برخه لري.
د ښاغلي ساحل پر وینا، یادې سیالۍ سبا د ننګرهار په نړیوال غازي امان الله کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیلېږي او د روانې میاشتې تر ۲۴ مې نېټې به روانې وي.
د سپین غر زون کرکټ مسول زیاته کړه، چې په دې سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په ۴ بیلابیلو ګروپونو وېشل شوې دي.
د بختیار ساحل پر وینا، په (الف) ګروپ کې کونړ، سټار او خېبر پښتونخوا ستوري، په (ب) ګروپ کې ګل کلپ، مومندو زمریان او لغمان کلب په (ج) ګروپ کې شوکت زمان اکاډمي، رحمت ګروپ او ختیځ اکاډمي او په (د) ګروپ کې پټروجن مبلایل، شینوارو کاروان او نبي زاده لوبډلې ځای پر ځای شوې دي.
ساحل زیاته کړه، چې په بیلابیلو لوبډلو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، الف او نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر تکړه لوبغاړي هم ولوبېږي.
د سپین غر زون کرکټ بورډ ادارې له خوا د اعلان شوي مهال وېش له مخې به سیالۍ سبا په ۲ لوبو سره پیل شي، چې په لومړۍ لوبه کې به د غرمې وړاندې رحمت ګروپ لوبډله له پټروجن لوبډلې سره او له غرمې وروسته د مومند زمریان لوبډله له ګل کلب لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.