د سوند او نفتي توکو بیې به راټېټې شي

د نفتي توکو رییس فرید الله شیرزی وایي، چې په منځنۍ اسیا کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر په دې وروستیو کې ازربایجان هېواد ته سفر کړی او هلته یې له چارواکو سره د ۱۵۰ زرو ټنو ګازو تړون لاسلیک کړی دی.

نوموړي وویل، چې دمګړۍ ۳ زره ټنه ګاز هرات ته رسېدلي دي او په دې سره به د  ګازو بیې راټیټې شي.

شیرزی وايي، چې خصوصي سکتور د ۵۰ زره ټنو او د سوداګرۍ وزارت ۱۸ زره ټنو ګازو زېرمې لري.

د ده پر خبره، وزارت کافي اندازه ګاز زېرمه کړي دي، دی د ګازو د قیمت زیاتوالي لامل د ژمي پیل په ګوته کوي.

شیرزی وايي، په هرات ولایت کې اوس مهال د ګازو بیه په یوه کلیو کې ۸ افغانۍ راکمه شوې ده او کابل ته په را سېدو سره به دلته هم بیې را ټېټې شي.

د افغانیو ارزښت د ډالر په وړاندې کم خو د نورو اسعارو په پرتله لوړ دی

د مشرانو جرګې نننۍ (سه شنبه) عمومي غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي او د افغانستان بانک لوی ریس د ډالرو او نورو بهرینو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کموالي په اړه ور بلل شوي وو.

د افغانستان بانک لوی رییس خلیل صدیق وویل، ډالر په نړیواله کچه لوړشوي دي او په افغانستان کی خراب امنیتي حالت، د کورنیو تولیداتو او اقتصادي ودې کموالی، چې له ۳ اشاریه ۷ سلنه څخه ۱ اشاریه ۷ سلنوته راټیټ شوي دي.

ده وویل، چې دغه او دې ته ورته نور لاملونه د دې سبب شوي دي، چې د افغانۍ ارزښت د ډالر پروړاندې راټیټه کړي، خو زیاتوي، چې  افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی.

په ورته وخت کې نن (سه شنبې) په هرات ولایت کۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونې او صرافانو ټولنې مشرانو خبري غونډي ته وویل، چې د بهرنیو اسعارو بیه ډیره لوړه شوې او د خوراکي توکو په نرخونو یې نا وړه اغیزه کړې ده.

د دغې ټولنې رییس بهاالدین رحیمي حکومت ګرم و باله، چې په خپله یې داسې ناسم اقتصادي حالت ته زمېنه برابره کړې ده.

له بل لوري د سوداګرۍ وزارت مرستیال صلاح الدین سحر له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اپټا ترانزيټي تړون موده پوره شوې ده.

ده زیاته کړه، چې دغه تړون د افغان سوداګرو له پاره زیاتې ستونزې درلودې اوس پکار ده، چې غور پرې وشي.

د مشرانو جرګې د سه شنبې ورځې عمومي غونډې په پای کې د جرګې رییس فضل هادي مسلیمیاروویل، چې د چارواکو ځوابونه د وکیلانو د قناعت وړ نه و او زیاته کړه، چې بلې غونډې ته دې بیا راوبلل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام