د کب ۲۷مه یا د خبریالانو ملي ورځ نن په کابل کې ونمانځل شوه.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دې غونډه کې وویل چې د سولې خبرو اترو په پروسه کې باید د بیان ازادي خوندي شي.
د نوموړي په وینا، ټول افغانان او دولت سوله غواړي، خو داسې سوله چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د اتلسو کلونو ټولې لاستهراوړنې، په ځانګړې توګه د بیان ازادي پهکې وساتل شي.
دانش د سولې په خبرو کې له ونډې لرونکیو لورو غواړي چې د خبرو اترو پرمهال باید د بیان ازادي پر موضوع ډېر تمرکز وکړي.
که څه هم حکومت تل د بیان ازادي پر ساتلو ټینګار کوي، خو یو شمېر خبریالان وايي چې تر اوسه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.
په ۱۷ کلونو کې ۱۲ خبریالانې وژل شوي
جوزجان کې د خبریالانو اعتراض
نی: سږکال ۲۰ خبریالان وژل شوي او۲۰ نور ټپیان شوي
حبیبه او تواب وايي، د خبریال په نوم یوازې د یوې ورځې نومونه بسنه نه کوي او دولت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او دقیق اطلاعات پر وخت خبریالانو ته په واک کې ورکړي.
د دوی په وینا، ډېر کله هغه معلومات چې دوی ورته اړتیا لري او د ملي ګټو پر خلاف هم نهدي، خو مسوولان یې ملي ګټو ته د زیان اړولو په بهانه ترې ډډه کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۷ کال کې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۹۲ او او اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت په تړاو ۶۴ قضیې له دوی سره ثبت شوې دي.
د دغه مرکز د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال پر مهال په افغانستان کې ۱۸ خبریالان او د رسنیو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.