د ولسي جرګې او د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی غلامفاروق مجروح وايي، په راتلونکو یوې یا دوو ورځو کې به د سولې خبرواترو په موخه د قطر دوحې ته سفر وکړي او په وینا یې، د یادو خبرواترو لپاره یې بشپړ تخنیکي چمتووالی نیولی دی.
د مجروح په وینا، ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې د روانې اګېسټ میاشتې په ۱۶مه پیل شي او دا موضوع له طالبانو سره هم شریکه شوې ده.
په همدې حال کې د سولې لپاره د ځوانانو ټولنې غړې فروهه شایان بیا له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې خبرو کې ځوانانو ته پوره ونډه ورکړي، څو د سولې روانې پروسې د څارنې ترڅنګ، د خبرواترو ټول جریان له خلکو سره شریک کړي.
د طالب ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد هم تېره ورځ یوې رسنۍ ته ویلي، هغه مهال چې د دوی ۴۰۰ بندیان خوشې شي، بینالافغاني مذاکراتو ته پوره چمتووالی لري او د یوی اوونۍ په لړ کې به یې پیل کړي.
د هغه په وینا، شونې ده چې د سولې بینالافغاني خبرې د تړلو دروازو تر شا وي؛ ځکه ښايي د سولې مخالف لوری له دغه بهیر نه ناوړه ګټه واخلي او د سولې بهیر کړکېچن کړي.
په همدې حال کې د چارو شنونکی حبیبالله شریف وایي، ډیر امکان لري چې د سولې بینالافغاني خبرې د تړلو دروازو تر شا وشي، څو خلک د خبرو په لړ کې له پېښېدونکو لانجمنو مسایلو نه ناهیلې نه شي.
د یادونی ده چی ولسمشر غني تېره ورځ د سولې له مرکچي پلاوي سره لیدلي او له طالبانو سره د خبرو پیل او د سولې پروسې په اړه یې خبرې کړې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی او غواړي په هېواد کې روانه جګړه په بنسټیز ډول پای ته ورسېږي.
د سولې مرکچي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي هم په دې ناسته کې ویلي، د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته په پام به د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام تر چتر لاندې د یوه واحد ټیم په توګه له طالبانو سره په خبرو کې د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي.