د سولې عالي شوا د تخار د وسله والو طالبانو عایداتي سرچینه ده

د تخار ولایت د پولیسو امنیه قوماندان نور محمد حکیمي وايي، چې د سولې له بهیر سره یوځای شویو وسله والو طالبانو د معاش او مادي امکاناتو له پیداکولو وروسته یو ځل بیا د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

د دې ولایت د سولې شورا رییس مامور حسن د دې خبر پخلی کوي  او د کابل د سولې عالي شورا مرکزي د فتر په ناغېړۍ او نه کارکولو تورنه وي.

د تخار ولایت د پولیسو امنیه قوماندان نور محمد حکیمي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې زیات شمېر هغه وسله  والو طالبان چې د سولې له عالي شورا سره یو ځای شوي وو اوس د امتیازاتو او مادي امکانانو له اخیستلو وروسته له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

دی وايي، دغه وسله وال چې بېر ته د طالبانو لیکو ته ورغلي وو، درې، څلور تنه یې د افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، کله چې طالبان په مخامخ نښته کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا راګېر شي، د ځان د ژغورلو له پاره د سولې پيغام او بیرغ پورته کوي.

د تخار ولایت امنیه قوماندان سره له دې چې د دې ولایت د سولې عالي شورا هڅې ستايي، خو وايي، چې د سولې خبرو پایلو ته هیله من نه دی.

د تخار ولایت د سولې عالي شورا رییس مامور حسن وايي، د سولې عالي شورا د مرکزي دفتر هڅو او کم کاریو دوی او د تخار ولس اندېښمن کړی دی.

دی وايي، چې د در قدو په نښته کې ۴۵ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول، د یوځای شویو کسانو ځېنې طالبانو ووژل، ځېنې بېرته له طالبانو سره یو ځای شول او پاتې کسانو یې هېواد پرېښود.

دی وايي، چې د سولې عالي شورا د کابل مرکزي دفتر دغو کسانو ته هیڅ پاملرنه ونه کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام