د سولې خبرې؛ د ملکیانو مرګ‌ژوبله درې برابره کمه شوې

د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله یا CPAG وايي، د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د ملکي وګړیو مرګ‌ژوبله نږدې درې برابره کمه شوې ده.

یادې ډلې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا ځل یوازې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او پاتې ۱۷ نور ولایتونه له ملکي مرګ‌ژوبلې نه خوندي بلل شوي دي.

د دې ډلې د مالوماتو له مخې، تېره میاشت د هېواد په کچه ۱۰۶ ملکي کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي.

د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ډلې په باور، که څه هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سړې هوا او ډېرو اورښتونه جګړه‌یيز ماموریتونه ورو کړي یا هم په ټپه درولي، خو د سولې پیل شویو خبرو اترو پر ملکي مرګ‌ژوبلې د پام وړ سیوری غوړولی دی.

یادې ډلې په خپله خبرپاڼه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې د کموالي په اړه خوښي ښودلې، خو ټینګار کوي چې د جګړې ښکېل اړخونه باید د جګړې پر مهال د عامو وګړیو ژوند ته پام وکړي.

«کابل کې د ۲۰۱۸ کال پر مهال ۵۱۰ ملکیان وژل شوي»

طالبانو فاریاب کې دوه ملکیان دولت سره د همکارۍ په تور وژلي

طالبانو په میدان‌وردګو کې یو پولیس او ۶ ملکیان وژلي

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۲۳ ملکیان وژل شوي

دوی دغه راز له وسله‌والو طالبانو، افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو غوښتي چې د عامو خلکو ژوند ته د جدي پام ترڅنګ، افغانانو ته ډاډ ورکړي چې تر دې وروسته به د دوی په جګړه کې نه قرباني کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو استازي له تېرې سه‌شنبې راهیسې په قطر کې پر افغان سولې خبرې اترې پیل کړي دي. تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ د شویو خبرو او احتمالي هوکړو په اړه پوره جزیات نه‌دي خپاره شوي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یادې خبرې اترې ګټورې بللي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام