د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغان سولې د خبرو اترو د بریالیتوب په اړه شک څرګند کړی دی.
هغه نن پهخپل ټویټر کې لیکلي چې له ۱۸ کاله جنګ وروسته د سولې خبرې اترې په ښه ډول روانې دي.
هغه کاږي، جنګ دوام لري؛ خو افغانان دې نه تمامېدونکي جنګ کې سوله غواړي او ژر به یې وویني چې ایا د سولې دا خبرې اترې به ګټورې وي او که نه؟
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په اړه نیوکه کوي.
هغه په یو یادښت کې ـ چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې ـ لیکلي، طالبان پهدې بهانه چې افغان حکومت د بل په لاس جوړ شوی له مستقیمو خبرو څنګ ته کېږي او طالبان د دې غوښتنې ته تن ږدي چې حکومت مشروعیت نهلري؛ خو بیا هم د هغه د ملاتړ مدعیان دي.
دی زیاتوي ښاغلی ټرامپ په عراق کې د اوباما الګو پيدا کولی او افغانستان طالبانو ته پرېښودلی شي او یا مشخصولی شي چې امریکا د خپلو ګټو، ارزښتونو او توافقاتو لرونکې ده چې هغو پورې تړاو لري.