د سولې او پیوستون د عمل ګډ پلان پلي کېدو په اړه د کابل ـ اسلام‌اباد خبرې

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، محمد حنیف اتمر د پاکستان لومړي وزیر رسمي بلنې پر اساس چې له افغان ولسمشر یې کړې وه؛ دغه هېواد ته سفر کړی دی.

قادرشاه سلام‌وطندار ته وویل، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی اتمر به په دغه یو ورځني سفر کې د افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون د عمل ګډ پلان تطبیق په اړه د دغه هېواد له چارواکیو سره خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم افغان پوځي پلاوي پاکستان ته سفر کړی و او د دواړو هېوادونو د سولې او پیوستون د عمل ګډ پلان پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې وې.

ښاغلی قادرشاه وايي، پاکستان ته د ملي امنیت شورا سلاکار په سفر کې به د افغانستان، پاکستان او سیمې امنیتي ستونزې وڅېړل شي او په دې توګه به دواړه هېوادونه یوې معقولې حل لارې ته لاسرسي پیداکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند په وینا ښاغلی اتمر به دغه یو ورځني سفر کې د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پلان د عملي چارو په بېلا‌بېلو خواوو بحث وکړي او د دغو مسلو تعقیبولو له‌پاره به دواړه هېوادونه پرېکړه وکړي او مختلیفو کمېټو ته به دنده وسپارل شي، چې له مخې به یې د سولې او پیوستون عمل پلان پلي شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام