د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک لومړۍ مرحلې د پلي کولو په غونډه کې وویل، چې دغه پروګرام هغه وخت د ښځو بشري حقونو په برخه کې ګټوره تمامیږي، چې د پلي کوونکو بنسټونو تر منځ پياوړې سیاسي اراده، مالي میکانیزم او همغږي رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړه لیک یو نړیوال سند دی، چې د ښځو، سولې او امنیت په پروګرامونو څرخیږي او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د دغه پرېکړه لیک په پلي کولو مکلف دي.
دغه پرېکړه لیک په ۲۰۰۰ز کال کې تصویب شو او د افغانستان حکومت په ۲۰۰۱ ز کال کې د دغه پرېکړه لیک له منلو سره سم بهرنیو چارو وزارت په دې مکلف شو، چې د ملګرو ملتونو ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د عملي پروکرام له پاره د "د ښځو، سولې او امنیت" تر سرلیک لاندې یو پروګرام ترتیب کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چې دغه پروګرام به په اتو کلونو کې پلي کېږي.
د دغې پروګرام پلي کوونکي به دوه اسیاسي برخو ته پاملرنه وکړي: لومړی د فعالیتونو او لومړیتوبونو له پاره وخت ټاکل او دویم د پلي کولو له پاره یې د اټکل له مخې د بودیجې ټاکل.
د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو او د ښځو نړیوالو چارو ریاست رییسه خجسته فنا ابراهیم خېل وايي، چې د دغه پرېکړه لیک عملي کول د دې له پاره اړین دي، چې د پرېکړو کولو په لوړو پوړو نو کې د ښځو ونډه زیاتوي.
دې زیاته کړه، چې د مېرمنو له پاره برابر ونډه، سرچینو ته لاس رسی او فرصتونو برابرول یوه امن افغانستان جوړلو ته لاره هواره وي.
د مېرمن ابراهیم خېلې په خبره، د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د پلي کولو له پاره باید د دولتي او نادولتي ادارو تر منځ مسولیتونه په واضح ډول وویشل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د پلي کولو له پاره ژمنه کړې وه، چې کافي اندازه بودیجه به ورته بېله کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک په جګړو ځپلو هېوادونو کې له مېرمنو ملاتړ کوي.