د سمنګان اوسېدونکي: محلي چارواکیو له ټاکنو پرته لویې جرګې ته کسان معرفي کړي

د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان ادعا کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې کې د ګډون له‌پاره د دې ولایت په هېڅ ځای کې ټاکنې نه‌دي شوي او ۲۴ تنه دې جرګې ته له ټاکنو پرته معرفي شوي‌دي.

دوی ولایت مقام او د ولایتي شورا غړي په‌دې تورنوي چې خپل او خپلوان یې جرګې ته معرفي کړي.

د سمنګان مدني ټولنو د عدالت‌غوښتنې شبکې رییس وفیع‌الله شاهرخي هم وايی چې ولایتي شورا د مدني فعالانو سره له همغږۍ پرته حکومت ته د لویې جرګې د ګډونوالو نوم‌لړ لېږلی دی.  

په سمنګان کې یوې باوري سرچینې په راپور کې د نوم نه یادلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې ولایت مقام، ولایتي شورا او ځېنو محلي مسوولانو د دې ولایت په ولسوالیو کې په خپلو کې تفاهم کړی د څوو مشخصو کسانو نوم‌لړ یې حکومت ته لېږلی دی.

خو د ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري دا ادعاوې ردوي او وایي چې تېره چهارشنبه د دوی په حضور کې د دې ولایت په ټولو اوو ولسوالیو کې ټاکنې وشوې چې د سولې مشورتي لویې جرګې له‌پاره ترې د ۷ ښځو په ګډون ۲۴تنه انتخاب او حکومت ته معرفي شول.  

په‌دې اړه مو د سمنګان ولایت مقام د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

د سولې مشورتي لویه جرګه به د روان کال د ثور پر ۹مه نېټه په کال کې د ۲۵۰۰تنو په حضور جوړه شي. دا جرګه به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام