د سلما بند په جوړېدو د سیمې شاړې ځمکې د زعفرانو په کرکیلې بدلې شوي

احمد جاوید د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه وايي، مخکې يې ځمکې شاړې دښتې وي او ځینې وختونه به یې للمې خربوزې پرې کرلې.

جاوید وايي، د سلما بند له جوړولو وروسته سلګونه زره شاړې او دښتې ځمکې خړوبې شوي، چې اوسمهال یو شمېر مهم نباتي بوټي پرې کرل کېږي.

ده وویل، د سلما بند جوړېدو سره اوس  پر ځمکو زغفران او هوګه کري، چې پروینا يې دا دواړه هغه نباتات دي، چې حاصل يې د نړۍ او سیمې هېوادونو په بازارونو کې ښه خرڅلاو لري.

جاوید وايي، د بند جوړېدو د خلکو په اقتصادي وضیعت مثبت اغېز کړی دی.

نوموړي وویل، د هرات د سلما بند جوړېدو سره په دغه سیمه کې یوازې د دوی شاوخوا ۱۰۰ جریبه شاړه ځمکه اوبه‌خور شوې، چې اوسمهال یې زعفران او هوګه پرې کرلې ده.

جاوید زیاته کړه، پانګه‌والو د سلما بند شاوخوا سیمو کې د کبانو فارمونه جوړ کړي، چې د کارموندنې ترڅنګ د کبانو د تولید په برخه کې د بسیاینې په لور حرکت دی.

د دوی پروینا، په لومړي پړاو کې یو جریب ځمکه ۳ کیلو ګرامه زعفران حاصل ورکوي او په دویم پړاو کې تر ۷ کیلو ګرامو حاصل ورکوي.

دغه راز، په یاده سیمه کې په هر جریب ځمکه کرل شوې هوګه له ۷ تر ۸ کیلو ګرامو حاصل ورکوي.

د دغه بند په جوړېدو د نږدې سیمو د خلکو په ژوند کې خورا مثبت بدلون راغلی او یو شمېر کورنۍ د هرات ښار ته کډه شوې؛ هلته يې کورنه پېرلي او عصري ژوند يې پیل کړی دی.

د سلما بند پروژې د جوړولو چارې په ۱۹۷۶ لمریز کال د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د حکومت پر مهال پیل شوې؛ خو په افغانستان کې د جګړو له کبله د بند جوړولو کارونه په ټپه ودرېدل او بلاخره په ۲۰۰۵ کال کې یې بېرته د رغولو چارې یو ځل بیا شروع شوې.

د سلما بند د اوبو اصلي زېرمه ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره سور لري، چې ۶۴۰ میلیونه مکعب متره اوبه زېرمه کوي او دغه راز د ۴۲ مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.

دغه بند د هرات د چشت او پښتون زرغون ولسوالیو په منځ کې موقعیت لري، چې د هرات ښار ختیځ لورته ۱۷۰ کیلومتره په واټن موقیعت لري.

د سلما بند پروژه د هند حکومت تر ټولو ستره هغه ده، چې افغانستان کې یې عملي کړې او لګښت یې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي، چې د بند د ادارې له‌پاره یې یو شمېر افغانان هم روزلي‌ دي.

دغه بند په ۲۰۱۵ کال د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندار مودي له خوا د شاندارو مراسمو په ترڅک کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه راز سړک به په سیمه کې د پرتو ولسوالیو او کلیو اقتصاد ته ګټه ورسوي او د دغو سیمو د امنیت سره به مرسته وکړي.

په همدې اړه د افغانستان د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزارت مسلکي معین انجینیر عبدالبصیر عظیمي وايي، تېر کال د سلمابند جوړېدو سره په بند کې له زېرمه شویو اوبو ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شوې ده.

عظیمي وویل، د سلما بند د جوړېدو له کبله د بند په شاوخوا سیمه کې ۵۰ سلنه تازه هغه ځمکې خړوبې شوې، چې پخوا شاړې پاتې وې.

نوموړی وايي، په سلما بند کې ۳ د برېښنا توربینونه لګول شوي، چې د ۴۲ کیلوواټه برېښنا تولید توان لري.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، سلما بند د خلکو په ژوند په مستقیم او  غیرمستقیم ډول اغیز کړی دی او پروینا يي اوسمهال ۶۰ مسلکي افغان انجینیران هلته په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به یو شمېر وکړو ته د کرنیزو چارو برخو کې هم د کار زمینه برابره شي.

دوی زیاتوي، برېښنا او کرنیز محصولات بل هغه مثبت تکی دی، چې د بندونو څخه په لاس راځي او د خلکو په ورځيني ژوند مثبت اغېز پرې باسي.

د دغه وزارت معین دا هم وویل، د بندونو په جوړولو په نشو د روږدو کسانو شمېر کمېږي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ مخنیوی هم کوي.

انجینیر عظیمي د سلما بند د ۲۰۰ میلیون ډالري مرستو ستاینه کوي او وايي، چې هند د ۱۰۰ میلیونو ډالرو نورو مرستو ژمنه هم کړې، چې ځينې پيسې يې په څو ولایتونو کې د کانالونو جوړېدو ته ځانګړې کړي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت معین انجنیر عبدالبصیر عظیمي وايي، اوسمهال د بندونو جوړولو په بېلابېلو پروژو کار روان دی.

دی وايي، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند، کابل کې شاه عروس بند، د غور ولایت بند او د میدانو وردګو د چک ولسوالۍ بند جوړولو چارې روانې دي.

انجینیر عظیمي زیاته کړه، په ټوله کې افغان حکومت هڅه کوي، چې د بندونو جوړولو برخه کې د نړیوالو پانګه‌والو پام را واړوي؛ ترڅو افغانستان کې د بندونو برخه کې پانګه‌ونه وکړي.

نوموړي وویل، افغانستان داسې یو هېواد دی، چې د برېښنا له پلوه په اقتصادي برخه کې پياوړی رول لرلی شي.

هغه وايي، د کونړ او ککچې سیندونه د برېښنا تولید په برخه کې ښه ظرفیت لري، ځکه د دغو سیندونو اوبه ډېره چټکتیا لري او د سلګونه مېګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري.

انجینیر عظیمي وویل، له دغو سیندونو د برېښنا تولید په برخه کې هند او یو شمېر نورو هېوادونو د پانګه‌ونې ژمنې کړي دي.

هغه وايي، د کونړ او ککچې سیندونو پرجوړونې زیات لګښت راځي، چې په دې تړاو له هند او چین سره خبرې روانې دي.

دی وايي، په دغه هر یو بند له یو میلیارد ډالرو زیات لګښت راځي، چې دا د افغان حکومت په وس پوره نه ده.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو د مهارکولو په موخه لوی، منځني او کوچني پروګرامونه ترلاسه لاندې لري.

د چارواکو پروینا اوسمهال د افغانستان په ۳۷ بندونو په بېلا بېل ډول کار روان دی چې ځينې یې بشپړ او ځينې د تکمېل کېدو په حال کې دي.

دغه راز په روان کال کې د لوګر ماکرو منګل او د پنجشېر بندونو رغول پلان شوي دي.

د یاد وزارت معین عظیمي په خبره، افغان حکومت توانېدلی په هېواد کې د اوبو اندازه معلومه کړه، چې پروینا يې افغانستان په کال کې ۵۷ میلیارده مکعب متره اوبه لري؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د هېواد اقلیم او ځمکې ګرم والی په اوبو منفي اغېز کړی او د اوبو دغه اندازه يې راکمه کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په کال کې ۴۹ میلیارده مکعب متره اوبه لري او په پنځو حوزو وېشل شوي دي.

په دې اړه تېر کال د اوبو او برېښنا وزارت له خصوصي سکتور سره د ۷۷۵ میلیونو ډالرو په لګښت د پنځو پروژو نوي تړونونه لاسلیک کړي، چې پربنسټ يې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا له کجکي بند او ۱۸۰ مېګاواټه له سروبي ترلاسه کېږي.

دغه راز حکومت د بیات په نوم له یو خصوصي شرکت سره د برېښنا په برخه کې ځینې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د مسوولو چارواکو په خبره امنیت، د ځمکو استملاک او د پروژو د پلي کېدو په برخو کې د قراردادیانو او خلکو نه همکارۍ له ستونزو دي.

دوی وايي، د افغانستان خصوصي سکتور د بنسټیزو پروژو په عملي کېدو کې تجربه لري او دا چاره هم د ستونزې یوه برخه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام